Cockroach – کورنۍ د کثافاتو ګونګټې

د ډلې نوم یې بلاتودیا (order Blattodea) ده او په انګریزۍ کې ورته (roach) هم وایي، لمړنۍ وزر لرونکې ګونګټې ګڼل کیږي او تقریبا ۴۶۰۰ ډولونه لري. فوسیلي بدنونه یې چې کوم موندل شوي تقریبا ۳۲۰ میلیونه کاله زاړه دي او اوس هم خپلو پخوانیو ډولونه ته ورته دي. ککروچ نوم یې د هسپانوۍ ژبې له (cucaracha) لفظ څخه اخیستل شوی او د دې ګونګټو هګۍ ته ورته یا بیضوي اوږده غټه دبدن ځانګړنه ښي. د بدن پوښ یې چرم ته ورته ده، ځلېدونکی نصواري یا تور رنګ لري. د خولې برخې یې وروسته خوا ته تاو دي، سر یې هم لاندې قات وی. نر یې دوه جوړه وزرونه لري او ښځه یې یابې وزرو وي او یا هم ډېر واړه وزرونه لري. کله یې چې بچیان له هګۍ را ووځي په پېل کې یې رنګ سپین وي.
د وزرو پراخوالی یې تقریبا تر ۱۲ سانتي متره پورې رسېدای شي. په بیولوجیکي لابراتوارونو کې هم کاریږي. دا ګونګټې تیاره، لوند او ګرم ځای کې پټېدل یا ژوند کول خوښوي. بدن یې بد بوی کوي او د هغه څه په پرتله له کوم چې ځان تغذیه کوي په کورونو کې ډېر نور توکي له منځه وړي. یوازې یو څو ډولونه یې افت ګڼل کیږي. د دې ګونګټو خواړه د انسانانو خواړه، کاغذونه، کتابونه، نورې مړې شوې حشرې او بوټي دي. ډېر وخت د کور په کثافاتو کې لیدل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons