Common name – عام نوم
په بیولوجي کې د ژو د ګروپ یا د یوه ژوي عام نوم ته (vernacular name) هم وایي. د (vernacular) کلیمه په انګریزۍ کې درې مانا ګاناې لري، یوه مانا یې مورنۍ ژبه ده، بله مانا یې سیمه ایزه ژبه او درېمه مانا یې د عامه خلکو عامه ژبه یا اصطلاح ګانې دي دلته یې مانا د عامه خلکو عام نو یا اصطلاح ده. په انګرېزۍ کې ورته (trivial name) نوم هم اخلي په کیمیا کې (trivial name) د کیمیاوي مادو لپاره یو غېرې سیستماتیک نوم ده کوم چې د کیمیاوي نوم ایښودنې لخوا په رسمي توګه نه پېژندل کیږي. له دې پرته عام نوم ته (trivial epithet, country name, popular name, or farmer’s name) اصطلاح ګانې هم کاریږي. عام نوم یوازې په ورځنۍ ژبه کې د یو څه لپاره کاریږي. عام نوم ډېر وخت د یوه ژوي له ساینسي نوم سره لوی توپیر لري او ساینسي نوم یې ډېر وخت لاتیني شوی وي.
ځینې وخت د یو څه لپاره عام نوم د کار پوهانو لخوا کېښودل کیږي او موخه یې دا وي چې عامه خلکو سره یې پېژندنه کې مرسته کړې وي او یو ځانګړي ژوندي ته پرې رجوع وکړای شي پرته له دې چې لاتیني شوی علمي یا ساینسي نوم یې په یادو یاد کړي. د عام نوملړ جوړونې موخه دا وي چې د عام نوم کارونه معیاري کړي ځکه چې د یو څه لپاره عامه نوم د یوه هیواد په یوه او بله سیمه کې ډېر وخت توپیر لري همداسې په یوه او بل هېواد کې هم توپیر لرلای شي د معیاري کېدو لپاره یې نوملړ ته اړتیا ده.
عام نوم امکان لري چې یوازې د یو څه لپاره په یوه ځانګړې سیمه کې عام نوم وي یا هم د په یوه سیمه کې د یو څه لپاره څو عام نومونه ولري. ممکن ډېر وخت د مختلفو ډولونو لپاره یو عام نوم په یوه سیمه کې وکاریږي او لامل یې په بیولوجي نه پوهېدنه ده تر څو یې مورفولوجیکي توپیرونه، د اناتومي توپیرونه په ګوته کړي، د ژوند دوران کې یې د مختلفو دورو شکلونه پام کې ونیسي. ممکن ځینې وخت د فزیکي توپیر له امله د یوه ډول ژو ته دوه عام نومونه وکاریږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!