Common punaré – عام پیونارې

د ډول علمي نوم یې (Thrichomys apereoides) ده، په تریکومیس نسل (genus Thrichomys) کې شامل ده، د اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) غړی ده، اصلي ځای یې برازیل ده.
 
وېښته یې اغزن ندي خو ډبل شوي وېښته لري کوم چې له سر د لکۍ تر پایه خپاره شوي وي. د ملا رنګ یې خړ نسواري، د ګېډې او غوږونو رنګ یې سپین وي، د سترګو لاندې او پاسه برخه کې هم درې سپین خالونه لري. د بدن اوږدوالی یې له ۲۳ تر ۲۶ سانتي متره پورې او وزن یې تر ۳۴۰ ګرامه پورې رسیږي. نر یې کچه کې له ښځې کمه اندازه غټ وي. ښځه یې د تیانو څلور سرونه لري. یوه جوړه یې د مخکینیو پښو وروستو او یوه جوړه یې د وروستیو پښو مخکې وي. عام پیونارې یوازې د برازیل په ختیځ کې پیدا کیږي.
دوه فرعي ډولونه لري
  • Thrichomys apereoides apereoides
  • Thrichomys apereoides laurenteus

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons