Cone-headed grasshopper – مخروطي سری ملخ
د کورنۍ نوم یې تېتي ګونیدای (family Tettigoniidae) ده او د فرعي کورنۍ کوپيفورینای (subfamily Copiphorinae) ټولې حشرې دي. د ډلې نوم یې اورتوپتېرا (order Orthoptera) ده. دا شین رنګه یا نصواري رنګه ملخان مخروطي سر لري، اوږده انتنونه لري. د بدن د اوږدوالي کچه یې تر څلور سانتي متره پورې رسیږي. ژامې یې ډېرې کلکې دي او که چېرې لمس شي ممکن خپلې کلکې ژامې د خولې لګولو لپاره وکاروي. په زېان رسوونکو وښو یا لوړو شنو کې ژوند کوي.
هر ډول یې جلا او ځانګړې سندره لري د یو ډول چې په دې ملخانو کې تر ټولو ستر بدن لري د نیوکونوسېفالوس انزیجې (Neoconocephalus ensiger) په نامه یادیږي سندره یې یو نوټ لري او بیا بیا ځلې یې وایي. د شمالي امریکا ډول یې د نیوکونوسېفالوس روبوستوس (Neoconocephalus robustus) په نامه یادیږي او د بز اواز کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!