Coronavirus – کورونا ویروس

کورونا ویروس څه دی ؟
کورونا ویروسونه د ویروسونو لویه کورنۍ ده چې په ژو او انسانانو کې د ناروغیو لامل کیږي. د کورونا ویروسونه زیات ډولونه په انسان کې مختلف ډوله تنفسي ناروغۍ پیدا کوي چې له عام زکام نیولې تر (SARS and MERS) حالتونو پورې. تر ټولو وروستی کورنا ویروس د کورونا ویروس (COVID-19) ناروغي پیدا کوي.

د (COVID-19) کورونا ویروس ناروغي څه ده ؟
یوه عفوني کوونکې ناروغي ده د پیدا کېدو لامل یې تر ټولو وروستۍ کورونا ویروس دی. تر دې مخکې یاد ویروس نه وو پېژندل شوی او په لمړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین ووهان څخه پیل شو.

د کورونا ویروس (COVID-19) ناروغۍ علایم څه دي ؟
تر ټولو عام علایم یې تبه، ستړیا او وچ ټوخی دی. ځینې ناروغانو کې ممکن بهېدونکې پوزه، سر درد، عضلو کې درد، زړه بدوالی او اسهال هم پیدا کړي. علایم معمولا نرم وي او په تدریجي توګه پیل کیږي. په دې ناروغۍ ځینې اخته کسان هېڅ علایم نلري او خپل ځان هم ناروغ نه احساس کوي. له ۱۰۰ تقریبا ۸۰ کسان له دې ناروغۍ ښه کیږي خو له هرو ۶ کسانو یو کس سخت ناروغ کیږي او د ساه لنډۍ ستونزه پیدا کوي. د ډېر عمر کسان، د لوړ فشار لرونکی کس، د زړه او شکر ناروغان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکولای شي.

د (COVID-19) ناروغي څرنګه خپریږي ؟
کورونا ویروس له هغه کس څخه چې دا ویروس لري نورو ته خپریږي. انتقال یې د تنفسي جهاز په ډېرو کوچنیو قطرو کې کیږي. کله چې په دې ویروس اخته کس وټوخیږي او یا هم بل سره نږدې اخیستل شوې سا بهر وباسي بل ته کورونا ویروس انتقالوي. له دې پرته که چېرې دا کس وټوخیږي د تنفسي جهاز وړې قطرې یې چار چاپېره په نورو توکو وغورزیږي او بل کس دا وړې قطرې لمس کړي او له لمس کولو وروسته خپل لاس سترګو، پوزې یا خولې ته ویسي په کورونا ویروس اخته کیږي. له هر کس څخه باید یو متر واټن واخیستل شي ځکه چې که دا کس په کورونا ویروس اخته وي او تاسې د دې کس بهر ته وېستلې سا تنفس کړئ په کورونا ویروس اخته کېدای شی.
 
په کورونا ویروس د اخته کس له بولو څخه په دې ناروغۍ د اخته کېدو خطر کم دی. په ځینو حالتونو کې ممکن له بولو هم بل کس ته انتقال شي. د خپرېدو په اړه یې نورې څېړنې هم روانې دي خو تر اوسه یې پایلې نه دي خپرې شوي.

څرنګه د (COVID-19) مخنیوی وکړو ؟
په کورونا ویروس باندې د نه اخته کېدو یا نه خپرولو لپاره ساده لارې چارې کافي دي :
۱ – کله مو چې په لاس توکي لمس کړل په خوله، پوزه یا سترګو کې له وهلو مخکې یې په الکول لرونکې مایع او یا په صابون او اوبو ومینځئ. که مو په لاس ویروس نښتی وي الکول یا صابون او اوبه یې مړ کولای شي.
۲ – له نورو لږ نه لږ یو متر واټن کې اوسئ. که چېرې یو کس کورونا ویروس ولري او بهر ویستل شوې ساه یې تاسې تنفس کړئ، که چېرې وټوخیږي او یا د پرېنجېدو پر وخت له تاسې سره له یو متر کم واټن ولري تاسې ته هم ویروس انتقالیږي.
۴ – ماسک ولرئ، د ټوخېدو او پرنجېدو پر وخت ټوله خوله او پوزه په یوه ټوټه پوښلې ساتئ او دا ټوټه په محفوظه توګه غورزوئ.
۵ – کارېدلی ماسک یا دسمال د دوېم ځل لپاره مه کاروئ.
۶ – که چېرې مو ځان ناروغ احساس کړ په کور کې له نورو جلا پاتې شی او ډاکټر ته په مستقیمه توګه مه ځئ، ډاکټر ته له تللو مخکې له ډاکټر سره ټیلیفوني اړیکه ونیسئ.
۷ – هغو سیمو ته سفر مه کوئ چېرې چې د کورونا ویروس ناروغي خپره شوې وي په ځانګړې توګه هغه کسان چې د سږو، شکر، زړه ناروغي لري او یا یې عمر زیات وي.
۸ – که چېرې مو سر درد پیدا کړ، یا ۳۷.۳ C او یا هم تر دې زیاته تبه مو شوه، کمه اندازه مو پوزه بهېدل پیل شول، په کور کې له نورو ځان تر هغو جلا کړئ تر څو چې بېرته ښه کیږی. د اړتیا په صورت کې که چېرې له کوره بهر په خوړو پسې تلی هرو مرو نوی ماسک واغوندئ او له نورو یو متر واټن وساتئ. که چېرې تبه مو زیاته شوه، له تبې زیاتېدو سره مو ټوخېدا باندې پیل وکړ، په ساه اخیستنه کې مو ستونزه پیدا کړه نو سمدلاسه ډاکټر ته له تللو مخکې له ډاکټر سره ټیلیفوني اړیکه ونیسئ او ازموینه او درملنه پیل کړئ.

د کورونا ویروس (COVID-19) ناروغي د انسان ژوند اخلي ؟
په ځوانانو او کوچنیانو کې د دې ناروغۍ عفونیت د لویانو په پرتله نرم وي. خو په هرو ۵ یا ۶ کسانو کې د یو کس ناروغي سخته وي او روغتون کې بستر کېدو ته اړتیا لري. که چېرې یو ځوان یا کم عمره په دې ویروس اخته وي په خپل کور کې د زیات عمره مور، پلار، مشر ورو یا خور ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي له همدې امله باید احتیاط وشي. له کورونا ویروس څخه د خپل ځان ژغورنه د کور د نورو غړو ژوند ژغورنه ده.

انتیبیوتیک د کورونا ویروس (COVID-19) ناروغۍ مخنیوی او یا درملنه کولای شي ؟
انتیبیوتیک له ویروس رامنځته شوو ناروغیو ضد کار نکوي. ټول انتیبیوتیک یوازې د باکتریا ضد دي او د کومو ناروغیو عامل چې ویروس وي په درملنه کې اغیز نلري. د (COVID-19) ناروغي عامل د کورونا ویروس دی او له همدې امله یې درملنه په انتیبیوتیک ناشونې ده. په خپل سر له درملو کارولو ډډه وکړئ.

د (COVID-19) ناروغۍ د مخنیوي یا درملنې لپاره درمل شته ؟
ځینې خلکو یې د علایمو ارامولو لپاره دودیز درمل کاروي او ځینو کلینیکونو د ازموینې لپاره په ځینې ناروغانو د درملو ازموینه پیل کړې خو تر اوسه یې لاسته راوړنې ندي خپرې شوي. د مخنیوي لپاره یې کوم ځانګړی واکسین هم نشته. کوم کسان چې سخت حالت ته ولاړ شي باید روغتون کې بستر کړل شي. زیات ناروغان په روغتون کې بېرته روغتیا مومي. د واکسین او د درملنې د درملو لپاره یې کلینیکي هڅې روانې دي. ځینې درمل چې لسګونه کاله وړاندې جوړ شوي لکه د جاپان د زکام لپاره درمل، کلوروکین او هایډروکسي کلوروکین، د اېچ ای وي د درملو ترکیب، د وینې د فشار درمل او داسې نور …

د (COVID-19) ناروغي (SARS) ته ورته والی لري ؟
له کومو ویروسونو چې دواړه ناروغۍ پیدا کیږي دواړه ویروسونه په جنیتیکي توګه یو بل ته ورته والی لري خو د کومو ناروغیو چې عامل کیږي دواړه خورا زیات توپیر لري. د (SARS) ناروغي د (COVID-19) په پرتله زیاته وژونکې وه خو له ۲۰۰۳ څخه وروسته بیا د نړۍ په هېڅ ځای کې نده خپره شوې.

د خپل ځان ساتنې لپاره ماسک واغوندم ؟
که تاسې په کور کې پاتې کیږی او یا هم داسې سیمې ته ځی چې له نورو سره نږدې اړیکه نلری نو اړینه نده چې ماسک واغوندی. که مو ماسک وکاروه یوازې یو ځل یې وکاروئ. نړۍ د ماسک له کمي سره مخ ده نو له دې امله ماسک یوازې د اړتیا په صورت کې وکاروئ. د (COVID-19) ناروغۍ باندې اخته کس ته بې ماسکه مه نږدې کیږئ. که چېرې د (ته) ناروغي لرئ نور هرو مرو ماسک وکاروئ.

د کورونا ویروس د تکثیر موده څومره ده ؟
د تکثیر د مودې مانا له کومې ورځې چې یو کس په دې ویروس اخته شي تر لمړیو علایمو پورې ده. ډېری پوهان یې له ۱ تر ۱۴ ورځو پورې ښي. خو په ډېرو
کسانو کې تر ۵ ورځو پورې وي. دواړه یو اټکل دی او پوهان د تازه مالوماتو په لټه کې دي.

انسان له ژو د کورونا ویروس په (COVID-19) ناروغۍ اخته کېدای شي ؟
کورونا د ویروسونو یوه لویه کورنۍ ده او په ژو کې دا ویروسونه ډېر عام دي. ډېر کم وخت انسان له ژو په دې ویروس ککړیږي او کله چې یو کس پرې اخته شي بل انسان ته یې انتقالوي. د بېلګې په توګه (SARS-CoV) له سیویټ پیشو یا کوږ لیوه ته ورته پیشو او (MERS-CoV) له یو کوبي اوښ څخه انسان ته انتقال شوی ویروس وو. د کورونا ویروس (COVID-19) ناروغۍ په اړه تر اوسه تصدیق ندی شوی چې له ژو انسان ته انتقال شوی او که نه.
 
د مخنیوي لپاره که تاسې د ژوندیو ژو مارکیټ ته ځئ نو له ژو سره له فزیکي اړیکې ځان ساتنه وکړئ. د خامې غوښې، د غوا نا پخې شوو شیدو په لاس له لمس کولو ډډه وکړئ. د هر ژوي نا پوخ شوی تولید مه کاروئ. له پخېدو وروسته که ویروس هم پکې وي ویروس مړ کیږي او تاسې ته کوم زیان نه اړوي.

له خپلو کورنیو ژو د کورونا ویروس په (COVID-19) ناروغۍ اخته کېدای شم ؟
تر اوسه یوازې یو سپی په هانګ کانګ کې په دې ویروس اخته شوی او نور هېڅ داسې پېښه نه ده شوې چې سپیان او پیشو ګانې د کورونا ویروس په (COVID-19) ناروغي باندې اخته کیږي او نورو ته یې لېږدوي. د ژو له ازارولو کلکه ډډه وکړئ. د کورونا ویروس (COVID-19) ناروغي یوازې یو انسان بل ته په تنفسي قطرو کې د ټوخېدو او پرنجېدو یا ساه اخیستو له لارې انتقالوي. د ځان ژغورنې لپاره له یو بل لږ نه لږ یو متر واټن کې اوسئ، ماسک ولرئ، مخکې تر دې چې په لاسونو خواړه وخورئ یا خپل مخ پرې لمس کړئ په صابون او اوبو یې ومینځئ.

کورونا ویروس د هر څه په سطحه تر څومره وخت پورې ژوندی پاتې کیږي ؟
کوم کورونا ویروس چې د (COVID-19) ناروغۍ لامل کیږي تر اوسه نه ده څرګنده چې تر څومره وخت پورې په سطحه ژوندی پاتې کېدای شي خو داسې ښکاري چې د نورو کورونا ویروسونو په څېر چلند کوي. مطالعې ښي چې ټول کورونا ویروسونه د (COVID-19) ناروغۍ پیدا کوونکي په شمول له څو ساعتو تر څو ورځو پورې په سطحه ژوندي پاتې کیږي خو دا موده د چاپېریال له لوندوالي او تودوخې سره تړاو لري. که چېرې ګمان کوی چې یوه سطحه په کورونا ویروس ککړه ده نو په عفوني ضد مایع یې پاکه کړئ. له پاکولو وروسته مو لاسه په صابون او اوبو او یا په الکول لرونکې مایع پاک کړئ.

نور داسې څه شته چې باید پرې پوه شم ؟
هو :
– سګرټ څکول بس کړئ کنه نو مرګ به په لوی لاس ځانته دعوت کړی
– یو ماسک دوه ځلې مه کاروئ کنه نو په لوی لاس به ځان په کورونا اخته کړئ
– په خپل سر درمل ونه کاروئ کنه نو د کورونا پر ځای به مو درمل ژوند واخلي
– که چېرې تبه، ټوخی او سا لنډي مو احساس کړه په وخت له ډاکټر سره اړیکه کې شئ تر څو مو سږي له زیات زیان لېدو وژغورئ

که یو کس کورونا ولري نو :
– زیات ارام او خوب
– د بدن تود ساتل
– د زیاتې مایع څښل
– په ګرمو اوبو لامبل تر څو ټوخېدل پرې ارام کړي
– ممکن ځینې کسان اضافي اکسیجن ته اړتیا ولري، ممکن د زیات عمر کسانو یا ځینې ناروغانو سږي وپړسوي او د میکانیکي اکسیجن ورکولو له لارې سږو ته اکسیجن داخل او بېرته بهر ووېستل شي.

کورونا ویروس د انسان په کوم ځای څه ډول اغیز کوي ؟
د کورونا ویروس علایم ممکن نرم، ممکن سخت او یا ډېر سخت وي. نرم علایم ټول د نورو په څېر وي یوازې دا کسان اضافي اکسیجن ته اړتیا نلري. کومو کسانو کې چې علایم سخت وي اضافي اکسیجن ته اړتیا لري. تر ټولو د سختو علایمو لرونکي کس کې تنفسي غړي له منځه تللې وي.
 
د کورونا ویروس لمړۍ نښه له څو ورځو تر ۱۴ پورې راښکاره کیږي. لمړۍ نښه یې زکام ته ورته وي. په چین کې په کورونا ویروس اخته هر ۱۰۰ کسانو کې ۸۹ کسانو تبه لرله. په دې ویروس اخته کس کې له تنفسي علایمو مخکې ممکن زړه بدوالی او کانګې پیدا شي او یا ګېډه کې نا ارامي احساس کړي. کورونا ویروس تنفسي ناروغي ده او په ډېرو کسانو کې له سږو پیل او په سږو کې پای ته رسیږي او له همدې امله په ډیرو کسانو کې د کانګو او زړه بدوالي علایم نه راڅرګندیږي. په پیل کې دا ویروس د سږو په حجرو برید کوي او په ځانګړې توګه په سیږو کې واړه وېښته ته ورته جوړښت چې د سیلیا په نامه یادیږي او د سږو په پاکېدو کې لکه د جارو رول لري له منځه وړي.
 
کله چې د سږو حجرو ته ویروس داخل شي حجرې مړې کیږي او رژیږي. کله چې حجرې او سیلیا له منځه ولاړ شي نو سږي بلغم او نور کثافت له خپل ځانه نشي وېستلای. سږي چې کله زیان وویني نو پړسوب پیدا کړي او دا چاره تر هغې دوام کوي تر څو ټول روغتیا لرونکي نسجونه له منځه ولاړ شي. په دې وخت تر ټولو عامه نښه وچ ټوخی دی. په دې وخت کې نور پیدا کېدونکي علایم ستړیا، سردرد، په مرۍ کې درد، په مفصلونو او عضلو کې درد دی. همداسې پوزه بهېدل هم پیل کیږي. کله چې یاد ټول علایم په یو کس کې راڅرګند شي نو تر پنځه ورځو پورې سا لنډي پیدا کوي او تر ۷ ورځو پورې هرو مرو تر روغتونه رسول کوي.
 
کوم کسانو کې چې سخت او تر ټولو سختو علایمو وده کړې وي په نمونیا اخته کیږي. په دې ناروغانو کې نمونیا سخته او یا د ژوند ګواښونکې وي. د ټولو ناروغانو درملنه له څو ورځو تر څو اوونیو پورې وخت نیسي. په ځینو کې دا حالت په (acute respiratory distress syndrome) بدلیږي او کله چې په سږو کې مایع جوړه شي دا حالت رامنځته کیږي کوم چې د ژوند ګواښونکی دی. په دې حالت کې یوازې ناروغ ته اکسیجن نه ورکول کیږي بلکې د میکانیکي هوا ورکوونې په مرسته سږو ته اکسیجن داخلیږي تر څو د سږو له لارې وینې ته اکیسجن داخل شي خو که سږي بې کچې پړسېدلي وي نو دا چاره هم ناکامه وي. د کورونا ویروس د زیاتو کسانو مړینه له همدې حالته د سږو بې کچې پړسېدنه ده. که چېرې یو ناروغ له دې حالته روغ هم شي سږو ته رسېدلی زیان یې تل پاتې کیږي. له ۱۴ تر ۱۹ ورځو پورې د انسان ژوند اخیستلای شي. درملنه له ۱۴ ورځو تر څو میاشتو پورې وخت اخیستلای شي.

د فرانسې تازه څېړنه چې نن خپره شوې :
۱ – په کورونا د اخته کس د بوي حس په پیل کې له منځه ځي
۲ – ممکن په ځینو مواردو کې په دې ویروس د اخته کس په خوله کې ذایقه ختمه شي
۳ – ځینې کسان په کورونا اخته وي خو تر یوې میاشتې پورې یې د تبې، ټوخي، سر درد او د بدن درد علایم نښکاري، کله چې ویروس سږو ته داخل شي یاد علایم څرګندیږي.
که مو د بوي حس او یا ذایقې حس کار پرېښوده سمد لاسه له نورو ځان جلا کړئ

د کورونا ویروس په اړه تفصیل
لمړی د کورونا ویروس د عوارضو په اړه لاندې لنډ تعریفونه وګورئ
 
Myalgia
عضلاتي درد دی. د ډېرو ناروغیو یوه نښه ده. خو ډیری وخت که چېرې عضلې بې کچې استعمال شي رامنځته کیږي. لنډ مهاله د عضلو درد ډېری وخت د ویروس له امله پیدا کیږي. که اوږد مهاله وي د خوړو د کموالي او ځینو روغتیايي حالتونو له امله پیدا کیږي.
 
Sepsis
د ژوند ګواښونکی حالت دی. کله چې بدن عفوني کېدنې او یا ټپ ته غبرګون ښي دا حالت رامنځته کیږي. عام علایم یې تبه، د زړه تېز ضربان، تېزه لنډه ساه اخیستنه او تشویش دی.
 
(pneumonia)
نمونیا د سږو د پړسېدو یو حالت دی. په لمړي ګام کې د سږو په وړو کیسو چې الویلي ورته وایي اغیز کوي. علایم یې له بلغم سره او یا وچ ټوخی، په سینه کې درد، تبه او په ساه اخیستنه کې ستونزه ده. نمونیا معمولا له هغې عفوني کېدنې رامنځته کیږي چې لامل یې ویروس او یا باکتریا وي خو ډېر کم وخت د مایکرو اورګانېزم، د ځینو درملو اوایمني سیستم د حالتونو له امله هم پیدا کیږي.
 
(Acute respiratory distress syndrome)
د ساه لنډۍ یو ډول دی. په پیل کې، په سږو کې پراخه پړسېدنه پیدا کوي. علایم یې لنډه تېزه ساه اخیستنه او په رنګ کې شینوالی پیدا کېدل دي.
 
……………………………………………
کرونا ویرون د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې پیل شو. تر اوسه یې یوازې په چین کې د ۲۸۱۴ کسانو ژوند اخیستی او تر ۳۰۰۰۰ پرې اخته کسان بېرته رغېدلي. له چین بهر یې هم د لسګونه کسانو ژوند اخیستی. ویروس اساسا له انسان څخه انسان ته د تنفسي وړو قطرو له لارې انتقالیږي کومې چې د ټوخېدو یا پرنجېدو پر وخت بهر ته غورزوي. ګمان کیږي چې د بچیانو زېږولو یا تکثیر موده یې له دوه ورځو تر دوه اوونیو پورې ده. علایم یې تبه، ټوخېدل او په ساه اخیستنه کې ستونزه لرل دي، عوارض یې د سږو پړسو (pneumonia and acute respiratory distress syndrome) ده. تر اوسه د کرونا ضد واکسین او یا هم د درملنې لپاره ځانګړي درمل نشته خو د دواړو لپاره څېړنې پیل شوي.
 
تر اوسه د کرونا ویروس لپاره واکسین نشته خو چین یې ممکن د ۲۰۲۰ کال تر اپرېل پورې او ناروې په چین کې ممکن تر جون میاشتې پورې واکسین چمتو کړي خو د ازموینې لپاره یې باید لمړی په ژو ازموینه وکړي. تر اوسه د کورونا ویروس لپاره کوم ځانګړي درمل نشته او د علایمو درملنه یې د زکام په درملو کیږي، د ډېرو اوبو څکلو او ارام سپارښتنه کیږي. درملنه یې له کچې سره تړاو لري که چېرې په ناروغ یې اغیز زیات کړی وي له اکسیجن ورکولو تر تذریق پورې یې درملنه امکان لري.
 
د ۲۰۲۰ کال د فېبروري په ۱۸ نېټه چین د کورونا ویروس د درملنې لپاره د (favipiravir) جاپانیو درملو تصدیق وکړ کوم چې مخکې انفلوېنزا لپاره کارول شوي وو. د اوسمهال لپاره په (remdesivir) درملو جوړولو کار پیل شوی او ګمان کیږي چې د کورونا ویروس په درملنه به ډېر اغیزناک وي.
 
د تنفسي جهاز په کومو قطرو کې چې کورونا ویروس موجود وي په هوا کې د کمې مودې لپاره زوړندې پاتې کیږي. خو د خونې په تودوخه کې ساري او تر ۹ ورځو پورې په پلاستیکي یا د وسپینې په ګیلاس نښتی ژوندی پاتې کېدای شي. که چېرې تودوخه تر ۴ ډګري سیلسیز پورې وي نو تر ۲۸ ورځو پورې ویروس دوام کولای شي. خو که په کورونا ویروس ککړه سطحه د یوې دقیقې لپاره په ۶۲–۷۱% ایتانول کې پاتې شي له ویروس څخه پاکیږي. په دې ویروس یو اخته کس کولای شي څلورو نورو کسانو ته ویروس انتقال کړي.
 
په پیل کې یې علایم زکام ته ورته وي لکه تبه، ټوخی، په ساه اخیستنه کې ستونزه، ستړیا او په عضلو کې درد. عوارض یې د سږو پړسېدنه (myalgia) سېپسیس، سپټیک شوک (sepsis and septic shock) او بلاخره مړینه ده. د تنفسي پاسه برخه کې علایم لکه پرنجېدل، د پوزې بهېدل او مرۍ کې درد کم وخت ورسره مل وي. ځینې کسان بې علایمو وي په ځینو خلکو کې ازموینو ښودلې چې ویروس لري خو علایم یې نلرل او له همدې امله د هغه ټولو کسان قرنطین کیږي چې له داسې سیمې بېرته راګرځي چېرې چې د ویروس شتون ثابت شوی. د ویروس موده تر ۱۴ ورځو پورې ده خو یو کس کې تر ۲۷ ورځو پورې موجود وو.
 
د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د بل کس د مخ له لمس کولو ډډه کول، له هغو کسانو سملاسي واټن اخیستل چې ټوخیګي، لاسونه مینزل د کرونا په ویروس د نه اخته کېدو لارې چارې یادې شوي. کوم کسان چې ویروس لري دې کسانو ته د یوازېتوب سپارښتنه شوې، مخکې تر دې چې کلنیک ته ولاړ شي باید ډاکټر سره د ټیلیفون له لارې په اړیکه کې شي، تر ۱۴ ورځو پورې سرجیکل ماسک ولري.
 
کوم کسان چې د دې ویروس له امله مړه شوي د زیاتو یې عمر له ۶۰ کالو زیات وو، په دوېمه کچه هغه کسان دي چې مخکې یې روغتیایي ستونزې لرلې لکه د زړه ناروغۍ او د شکر ناروغۍ. د دې ویروس له امله لمړی کس د چین په (Wuhan) سیمه کې مړ شو، له چین څخه بهر لمړی کس په فلپاین کې مړ شو، له اسیا څخه بهر لمړی کس د فرانسې په پاریس کې مړ شو.
 
د مخنیوي لپاره یې له هغو کسانو سره چې په ویروس اخته دي له نږدې اړیکې ډډه وکړئ، لاسونه په صابون مینځئ، که مو لاسونه نه وي مینځلي نو سپېږمو، خولې او سترګو کې یې له وهلو ډډه وکړئ او تل ماسک ولرئ.
 
کوم کسان چې په ویروس اخته دي، کلینیک ته له تلو مخکې له ډاکټر سره ټیلیفوني اړیکه ونیسئ، تر درملنې مخکې بهر مه ځئ او په کور د پاتې کېدو پر وخت له نورو جلا اوسئ. که پرنجی او یا ټوخی درتله په یوه ټوټه خوله او پوزه پوښلې ساتئ، په کور کې هر ډول کارېدونکي توکي له بل سره مه شریکوئ، او هر وخت خپل لاسونه په صابون مینځئ.
 
د مخنیوي لپاره د څارویو او مرغانو فارمونو ته له تللو ډډه وکړئ، د ښکار له غوښې ډډه وکړئ. تر اوسه کوم سپی او یا پیشو په دې ویروس ندي اخته شوي. نو له ازارولو یې کلکه ډډه وکړئ.
 
له پرنجېدو، ټوخلو، تشناب ته تللو وروسته او له خوړو مخکې مو لاسونه تر ۲۰ ثانیو پورې په صابون مینځئ، که چېرې صابون نشته وي د لاسونو مینځلو الکول لرونکې مایع له ځان سره ساتئ.
 
له ټوخیدو او پرنجېدو وروسته چې په کومه ټوټه یا دسمال خوله او پوزه پوښی سمدلاسه یې په کثافاتو کې پوښلې وغورزوئ تر څو نورو ته یې د خپرېدو مخه ونیسئ.
 
د اغوستل شوي ماسک بهر خوا په لاس مه لمس کوئ او د وېستلو پر وخت یې په ډېر تخنیک لرې کړئ له لرې کولو وروسته مو سمدلاسه لاسونه ومینځئ. د ماسک له لندېدو وروسته ماسک بدل کړئ. یو ځل کارول شوی ماسک په دوېم ځل مه کاروئ.
 
که چېرې په دې ویروس اخته یاستئ نو په عامه ټرانسپورټ کې له سفر کولو ډډه وکړئ، په کور کې له ژو او د کورنۍ له نورو غړو ځان جلا کړئ.
 
د (SARS-CoV-2) ویروس ۸۰% له (SARS-CoV-1) سره ورته والی لري. او ډېر ګمان کیږي چې د سمندري خوړو له مارکیټ څخه یې سرچینه اخیستې.
 
د ۲۰۲۰ کال د جنوري تر نیمایي پورې په دې ویروس زیات کسان اخته شول او له همدې په سفر بندیز ولګېده، ډیر کسان قرنطین شول، په ښارونو کې ګرځبندیزونه ولګېدل. بېلګې یې د جاپان په اوبو کې د انګلستان د کروز بېړۍ قرنطین، په چین کې تقریبا د ۷۸۰ میلیونه خلکو ګرځبندیز، د سوېلې کوریا په دایګو ښار کې داوطلبانه ګرځبندیز، د ایټالیا په لومبارډي او وېنېټو سیمو کې تقریبا د ۵۰۰۰۰ ګرځبندیز دی.
 
په ټرېن سټېشنونو او هوایي ډګرونو کې د خلکو د بدن تودوخې د دې لپاره وکتل شوې تر څو پرې اخته کس مالوم کړای شي. د دې تر څنګ د خلکو د مالوماتو لپاره یې علایم پوسټ شول. کوم کسان چې له چین، ایران او ایټالیا بېرته خپلو هیوادونو تلل که چېرې کوم علایم یې هم نلرل نو دوي ته د ۱۴ ورځو لپاره د قرنطین کېدو لارښوونه وشوه. د فیبرورۍ تر ۲۶ نېټې پورې په ټوله نړۍ کې ۸۱،۲۷۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي په دې کې ۹۶% په چین کې دي او نور د نړۍ په نورو هیوادونو کې دي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons