Cottony-cushion scale – له پنبې جوړ بالښت ته ورته قاب لرونکې حشره

علمي نوم یې ایسېریا پورچاسي (Icerya purchasi) ده، د ډلې نوم یې هوموپتېرا (Homoptera). د کلیفورنیا په لیمویي ونو (citrus trees) کې ډېرې دي. غټ یې سرې روښانه هګۍ کوي، په اوړي کې یې هګۍ په څو ورځو کې په بچیانو بدلیږي خو په ژمي کې بیا څو میاشتو ته اړتیا لري تر څو هګۍ بچیان شي.
دا حشرې د ټولې نړۍ په مختلفو بوټو کې پیدا کیږي، همداسې په اکاسیا چې یو ډول د خرما ونه ده هم شته دي. خو زېات زېان لیمويي ونو ته اړوي چې یو وخت یې د کلیفورنیا لیمویي باغونو ته سخت زېان اړولی وو. په کلیفورنیا کې د دې حشرې د کنټرول لپاره د باغدارۍ پوهانو له استرالیا یو ډول ګونګټې چې د لیډی برډ (ladybird) نوم ورته اخلي او د دې حشرو طبعیي غلیم ګڼل کیږي واردې کړې او په ډېر کم وخت کې یې دا حشرې پرې کنټرول کړې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons