Cream-coloured giant squirrel – کریمي رنګه غټ نولی

بل نوم یې (pale giant squirrel) ده. د ډول علمي نوم یې (Ratufa affinis) ده. په راتوفا نسل کې غټ په ونه کې ژوند کوونکی نولی ده. په بروني، اندونیزیا، مالیزیا او تایلنډ کې پیدا کیږي. په سنګاپور کې یې ممکن نسل له منځه تللی وي. د تنې پاسه برخه یې له تېز نسواري تر خړ پورې رنګ کې وي او د تنې لاندې برخه یې له تېز زېړ تر سپین پورې رنګ کې وي. په هر غړي کې رنګ توپیر کوي خو د هر غړي رنګ ډېر روښانه وي. د سر او تنې اوږدوالی تر ۱۳ انچه پورې وي، لکۍ یې له تنې اوږده وي او تر ۱۷ انچه پورې اوږدیږي. وزن یې له ۹۰۰ ګرامه تر یو نیم کیلو ګرام پورې رسیږي.
 
د ورځې لخوا فعالیت کوونکی ده. یوازې یا په جوړه کې ژوند کوي. کله چې غسه شي او یا له څه خطر احساس کړي ډېر لوړ غږ کوي. د مثل د تولید پر وخت په ونو کې د ځالې جوړولو لپاره غارونه باسي. خواړه یې تخمونه دي او د تخمونو تر څنګ په پاڼو، میوې، مغزیو، حشرو او هګیو هم ځان تغذیه کوي. ټول نولیان په خپلو پنجو کې ډېرې وړې غټې ګوتې لري کومې چې د خوړو نیولو لپاره کاروي. لکه د نورو نولیانو په څېر د ونې نولیان د خوړو پر وخت د کیناستو لپاره په لکۍ تکیه نکوي او د لکۍ پر ځای خپلې وروستۍ پښې د توازن لپاره کاروي تر څو مخکینۍ پښې د خوړو لپاره وکاروي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ راتوفینای
نسل راتوفا

Sandakan Sabah Giant-Squirrel-in-RDC-02 2

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons