Crested black macaque – تورې کاکل لرونکې مکاک بیزوګانې
د مکاک بیزو ګانو یو ډول ده، د ډول علمي نوم یې مکاکا نیګارا (Macaca nigra) ده، په انګرېزۍ کې ورته (Celebes crested macaque) نوم هم اخلي. د اندونیزیا په ونه کې ژوند کوونکې بیزوګانې دي. یوازې په سېلېبېس ټاپو (Celebes island) کې او بکان ټاپو (Bacan Island) سره نږدې سیمو کې پیدا کیږي. او ګمان کیږي چې ممکن انسانانو پخوا دې سیمې ته له ځان سره انتقال کړې وي. ځینې خلک یې په تېروتنه اېپ (ape) ګڼي خو اېپ ندي بلکې بیزو ده او د سېرکو پیتې سیدای کورنۍ (family Cercopithecidae) غړې ده.
د بدن اوږدوالی یې تر ۵۵–۶۵ سانتي متره (۲۲–۲۶ انچه)، د نر وزن یې تر ۱۰ کیلو ګرامه او د ښځې وزن یې تر ۵.۵ کیلو ګرامه پورې رسېدای شي. اوربوز یې اوږد خو مسطح او بې وېښتو ده. د ورځې لخوا ژوند کوونکی ده. خواړه یې سیمه ایزې د ځنګلونو میوې دي. تر ۲۰ پورې په ډلې کې ګرځي. په هره ډله کې یې څو نران هرو مرو شته وي.
په انګرېزۍ کې د ټولو بیزو ګانو ډلې ته (troops) نوم اخلي.
Comments
So empty here ... leave a comment!