Cuckoo wasp – کوکو مچۍ

په انګریزۍ کې ورته (Ruby-tailed Wasp) نوم هم اخلي. د کورنۍ نوم یې کریسيدیدای (family Chrysididae) ده چې د کریسالیدای (Chrysalidae) په نوم هم پېژندل کیږي او د ډلې نویې هیمېنوپتېرا (Hymenoptera) ده. په دې کورنۍ کې د کریسیس (Chrysis) نسل تقریبا ۱۰۰۰ ډولونه موجود دي. ډېر کوکو مچۍ وړې دي او ډېر کم وخت یې د بدن د اوږدوالي کچه تر ۱.۲ سانتي متره پورې رسیږي. د بدن رنګ یې معمولا وسپنیز شین یا نیله وي.
که برید پرې وشي نو تاوېدونکې خیټه لري او خپل ځان د توپ په څېر ګردوي. ټولې کوکو مچۍ ټولنیزه ځانګړنه نلري او انفرادي دي. ډېر وخت بهرنۍ پرازیت ګڼل کیږي. ځینې یې په نورو حشرو پسې نښلي او ځینې د نور حیواناتو د هګیو پرازیت دي. کوکو نوم ځکه ورته اخلي چې د کوکو مرغه په څېر د نورو مچیو ځاله کې هګۍ کوي. دا مرغه هم د نورو مرغانو په ځاله کې هګۍ کوي.
کله چې د نورو مچیو ځاله کې هګۍ وکړي او له دې وروسته د ځالې مالکې مچۍ هم هګۍ وکړي او خپل بچیان له خوړو سره د ځالې په حجرو کې بند کړي نو داخل کې د کوکو لاروان بچیان یا د ځالې د مالکې بچیان مړه کوي او یا یې ټول خواړه خوري او په ولګه یې وژني.
Picture By User Pollinator on en.wikipedia – Uploaded by the photographer (Pollinator), CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=7703851

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons