Dassie rat – ډاسي موږک
د ډول علمي نوم یې (Petromus typicus) دی. د منځنۍ کچې شخوند وهونکی ژوی دی، د سوېل لوېدیځې افریقا په ډبریزو دښتو، غونډیو او لوړو هوارو کې پیدا کیږي. وزن یې له ۱۷۰ تر ۳۰۰ ګرامه پورې او اوږدوالی یې له ۱۴ تر ۲۱ سانتي متره پورې رسیږي، ببره لکۍ لري او لکۍ یې له ۱۲ تر ۱۷ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې له خړ زېړ تر تېز نسواري پورې وي.
د ورځې لخوا فعال وي، یوازې یا جوړه ګرځي، خواړه یې پاڼې، واښه، ګلان او میوه ده. ډېر وخت د لمر پیتاوي ته هم راوځي. لکه د غوییزو په څېر په شخوند وهونکو کې یوازیني ژوي دي چې خپل خواړه بېرته خولې ته راوړي او بیا شخوند پرې وهي. چټکه منډه او ټوپ وهلای شي، ونو ته په پاڼو پسې ختلای شي. په کال کې یو ځل په اوړي کې یو یا دوه بچیان زېږوي.
نور ډولونه نلري او په اوسمهال کې ژوندی یوازینی ډول (Petromus typicus) یې په (family Petromuridae) کورنی کې ډلبندي شوی. نسل ته یې (Petromys) او کورنۍ ته (family Petromyidae) نومونه هم اخلي او په یونانۍ ژبه کې د دواړو مانا د ډبرو موږک ده. خو ډاسي موږک نه مږه ده او نه موږک دی او نه هم د ریښتینو موږکانو د (Muridae) کورنۍ غړی دی بلکې د شخوند وهونکو په (suborder Hystricognatha) فرعي ډله کې ډلبندي شوی. ډاسي موږک سره تر ټولو نږدې تړاو لرونکي د ګڼي موږکان دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!