DDT – ډي ډي ټي
د (dichlorodiphenyltrichloroethane) اختصاري یا مخفف نوم ده او د (1,1,1-trichloro-2,2-bis(p-chlorophenyl)ethane) په نامه هم پېژندل کیږي. یو زهري مرکب ده چې حشرې وژني او د هالوجنونو (organic halogen) له کورنۍ سره تړاو لري. دا مرکب په حشرو کې عصبي سیستم له منځه وړي. DDT د کلورال (chloral ) کلورو بنزین (chlorobenzene) ته له عکس العمل څخه د سلفر اسید په موجودیت کې جوړیږي. په لومړي ځل په کال ۱۸۷۴ کې جوړ شول. د حشرو وژنې ځانګړنه ېې په کال ۱۹۳۹ کې د سویس د یو کیمیا پوه پال هېرمان (Paul Hermann) لخوا کشف شوه. له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې د ملریا او زېړې تبې مرضونه ګډ شول نو DDT د سپږو، میاشو، وخیو او ورګو له منځه وړلو کې ډېر موثر ثابت شو. له دې پرته د کلوراډو د کچالو پټیانو کې هم وکارېدل. په ۱۹۶۰ لسیزه کې د DDT ارزښت له منځه ولاړ او د ارزښت له منځه تلو لامل ېې په مرغانو او ماهیانو بد اغیز وو. په کال ۱۹۷۲ کې د کارونه په امریکا کې غېرې قانوني اعلان شوه. کره یا خالصه DDTبې رنګه ده او په ° C ۱۰۹ کې ویلې کیږي او سوداګریز ترکیب ېې ۶۵ تر ۸۰ % پورې فعال ترکیب ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!