Democracy – ډیموکراسي
په یوناني کې (δημοκρατία) تلفظ یې (dēmokratía) ده، لغوي مانا یې د خلکو حکومت ده، د حکومتولۍ داسې سیستم ده چې خلک د رایو له لارې د خپلې خوښې قوانین او حکومت ټاکي. په مستقیمه ډیموکراسي (direct democracy) کې چې د ډیموکراسي یو شکل ده خلک د هرې ستونزې لپاره رایه ورکوي، د رایو له لارې خپلې پرېکړې کوي. په استازې ډیموکراسي (representative democracy) کې خلک له خپلمنځ څخه د رایو له لارې خپل استازي ټاکي او دا استازي حکومت کوي لکه مقننه قوه. د اساسي قانون یا لېبرال ډیموکراسي (constitutional democracy) کې اکثریت حکومت کوي خو اساسي قانون د لږکیو د حقوقو ساتنه کوي لکه د بیان د ازادۍ له لارې د حقوقو ساتنه او یا هم لکه د ایتلاف له لارې د حقوقو ساتنه.
د امریکا د سیاسي ساینسپوه له لرلیده ډیموکراسي څلور اړین عناصر لري: د مناسبې رایو اچونو له لارې د حکومت بدلولو لپاره سیاسي سیستم؛ په سیاست او ټولنیز ژوند کې د وګړو فعال ګډون؛ د ټولو وګړو د بشري حقونو ساتنه؛ د حکومتولۍ لپاره داسې قانون په کوم کې چې قانون ټول بهیرونه په ټولو وګړو په برابره توګه پلي کیږي. ټوډ لنډمن وایي چې ډیموکراسي او بشري حقونه دواړه جلا مفهمونه دي.
د اکثریتو حکومت ډیموکراسي ته رجوع کوي. جان لوک لیکلي : ” د اکثریت حاکمیت لپاره کوم بل پلي کېدونکی بدیل نشته .”
ډیموکراسي د شخړو یا اختلافونو یو بهیر ده او پایله یې په شخړو کې د ګډون کوونکو له کړنو سره تړاو لري، همداسې پایله کې یوازې یو ځواک یا لوری کنټرول نلري. په ډیموکراسي کې د پایلو ابهام ذاتي ده. ډیموکراسي د دې لامل کیږي چې ټول لوري یا ځواکونه د خپلو ګټو او حقوقو لپاره دوامداره مبارزه وکړي.
غربي ډیموکراسي له پخوانۍ ډیموکراسي سره توپیر لري. پخوانۍ ډیموکراسي یوازې په ښارونو کې لکه اتن او روم کې وه په کومه کې چې ازادو نرانو ځانګړي امتیازونه لرل. د انګرېزۍ لفظ له ۱۶ پېړۍ ریښه اخیستې او له فرانسوي او همداسې فرانسوي له لاتیني اخیستل شوې کلیمه ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!