Desert dormouse – سارایي په ژمي کې خوب کوونکې مږې

د ډول علمي نوم یې (Selevinia betpakdalaensis) ده. د مرکزي اسیا شخوند وهونکی ژوی ده. ډېر کم نیول شوی او یا لیدل شوی. وزن یې تر ۲۸ ګرامه او اوږدوالی یې له ۸ تر ۱۰ سانتي متره پورې رسیږي، لکۍ یې له ۶ تر ۸ سانتي متره پورې اوږدیږي. ګڼ، نرم خړ وېښته لري. دواړه وېښته او پوستکی یې کوریز کوي. نور شخوند وهونکي یوازې وېښته بدلوي او پوستکی یې کوریز نکوي. د ثنایا غاښونه یې ډېر غټ خو د ژامې غاښونه یې واړه دي.
 
نسل یې ډېر کم ده او له منځه تللو سره مخ ده. یوازې د قزاقستان د بلخش بند چار چاپېره سارا کې پیدا کیږي. د ورځې لخوا هم لیدل شوي خو په بنسټیزه توګه د شپې لخوا فعالیت کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons