Dibatag – ډای بتګ

د ډول علمي نوم یې (Ammodorcas clarkei) ده، په انګرېزۍ کې ورته (Clark’s gazelle) نوم هم کاریږي، د ګزېلې له انتیلوپیني توکم (Antilopini) سره تړاو لري، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده. اصلي ځای یې د افریقا هارن ټاپوزمه (Horn of Africa) ده. تر ټولو تی لرونکو کمې پېدا کیږي.
 
اوږده غاړه او اوږدې پښې لري، له ۸۰ تر ۸۸ سانتي متره پورې یې قد لوړیږي او وزن یې له ۲۲ تر ۲۹ کیلو ګرامه پورې رسیږي. خړ رنګه نصواري رنګ لري او د لکۍ چار چاپېره یې سپین خاپونه یا ټاکي لري. لکۍ یې توره ده او کله چې منډې وهي پورته یې نیولې وي، یوازې نر یې تر ۲۵ سانتي متره پورې ښکرونه لري.
 
د ژوند کولو لپاره وچه بې اوبو سیمه خوښوي یا کومه سیمه کې چې ازغي لرونکي بوټي یا د اکاسیا خرما ونې (Acacia) زېاتې وي. خواړه یې د بارانونو په موسم کې د بوټو پاڼې دي د دې ترڅنګ ځینې تازه شنه کیدونکي واښه او د ځینو بوټو غوټۍ خوري. ډای بتګ ډېر جېرېنک انتېلوپ (gerenuk) ته ورته والی لري او ډېر خلک د دواړو تر منځ توپیر نشي کولای. خو دواړه په چلند او خوړو کې خورا زېات توپیر لري او له همدې امله په جلا ډلو کې ډلبندي شوي دي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons