Dictatorship – دیکتاتوري
د حکومت یو شکل ده په کوم کې چې یو کس یا یو کوچنی ګروپ ټول واک لري او واک یې په یوه اغیزمن اساسي قانون محدود نه وي. دیکتاتوري د لاتین ژبې (dictator) کلیمې څخه اخیستل شوی لفظ ده او د روم په جمهوریت کې دیکتاتور یو ملکي افسر یا قاضي وو چا ته چې اضافي واک ورکول کېده دنده یې د دولتي بحران مخنیوی وو. خو عصري دیکتاتوران د پخوانیو دیکتاتورانو په پرتله ډېر پخوانیو ظالمانو ته ورته دي. اوسني دیکتاتوران د چل او درواغو او یا زور له لارې خپل ځان په ظلم زور واک ته رسوي. کله چې واک لاسته راوړي د واک ساتنه د خلکو په وېرولو، د ترهګرۍ په خپرولو او د ټولنیزو ازادیو په له منځه وړلو کوي. ځینې یې چې لږ هوښیار وي نو له پروپاګند څخه کار اخلي تر څو د عوامو ملاتړ ترلاسه کړي.
په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې چې کله شاهي یا سلطنتي سیستم کوم کې چې واک ارثي وو له منځه ولاړ نو دیکتاتوري یوه عمده سیستم شو چې ټوله نړۍ کې پلي کېده دوېم سیستم د اساسي قانون لرونکې دیموکراسي وه. کومو حکومتونه چې دیکتاتورانو جوړ کړي وو مختلف شکلونه یې لرل. لاتیني امریکا کله چې خپله ازادي له هسپانویانو تازه ترلاسه کړې وه مرکزي حکومتونه یې وپرزول شول او دیکتاتورانو واک پکې ترلاسه کړ. سیاسي یا نظامي دیکتاتورو رهبرانو (caudillos) یا هغه کسان چې خپله یې ځان مشر اعلان کړی او په نورو په زوره منلی وي په لاتین امریکا کې شخصي پوځونه چمتو کول او بیا به یې کمزوری تازه تاسیس شوی حکومت نسکوروه. د دې ډول رهبرانو ښې بېلګې په مکسیکو کې (Antonio López de Santa Anna) او په ارجنټینا کې (Juan Manuel de Rosas) ده. په شلمه پېړۍ کې، په لاتیني امریکا کې دیکتاتورانو له پخوانیو دیکتاتورانو سره توپیر لره، پخواني ډېر دیکتاتوران ولایتي رهبران وو خو په ۲۰ پېړۍ کې ملي رهبران وو او واک ته رسونه یې هم ځوانو بې تجربې ملتپاله پوځي افسرانو کوله. د ۲۰ پېړۍ دې ډول دیکتاتورانو به له ځانګړو ټولنیزو ګروپونو سره یووالی یا اتحاد کوه او د شتمنو یا مطرح کسانو له شهرت به یې ګټه پورته کوله، د چپ اړخو ټولنیزو اصلاحاتو ته به یې ځان رسوه.
له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته په اسیا او افریقا کې هېوادونه وېجاړ شوي وو او له دې سیمو غربي استعمار ګر هم تللي وو مګر له دوي د اساسي قانون سیستم میراث پاتې وو. د دوي د شتون پر وخت هم دا سیستم ناکام وو او د ناکامېدو لامل یې په سیمو کې له ډېره وخته د پاچایانو استبدادي دود شوي حکومتونه وو د منځۍ طبقې کمزوري خلک وو کومو چې زده کړې نلرلې او د نورو پر ضد به په ډېره اسانۍ استعمالېدل. همدا لامل شو چې په دې وېجاړو د اساسي قانون لرونکي سیستم پر ځای ډېر ژر دیکتاتوري ځان خپور کړي. د اسیا او افریقا په ځینې هیوادونو کې لمړي وزیرانو او یا ولسمشرانو چې کله واک ته ورسېدل مخالف سیاسي لوري یې د تل لپاره له واکه محروم کړل خو په ځینې هیوادونو کې بیا پوځونو منتخب یا په رایه ټاکل شوي حکومتونه نسکور کړل.
په ځینې پرمختللو هیوادونو کې چې ډېر عوام یې له زده کړو او ټکنالوجۍ هم برخمن وو دیکتاتوري د کمونیزم او فاشیزم په شکل کې راڅرګنده او خپره شوه. دا ډول دیکتاتوري له استبدادي دیکتاتوري سره په شکل کې توپیر لري. د دې دیکتاتورۍ ښې بېلګې د نازیانو هټلر او د جوزیف سټالین (Joseph Stalin) د واک لاندې د شوروي اتحاد وو. د دې ډول دیکتاتورۍ د بریا پرېکړه کوونکي اجزاء کاریزماتیک یا د پروپاګند له لارې د زړونو او فکرونو خپلونکي دیکتاتور مشران او دوېم جز یې واک یوازې د یوه سیاسي تنظیم په لاس کې لرل او د مخالفې سیاسي ډلې نشتون وو. دې رهبرانو د پروپاګند له لارې وېره او ترهګري رسمي فکر او مفکوره ګرځولې وه او له همدې لارې یې مخالف سیاسي ځواکونه په بې رحمۍ ځپلي وو تر څو په واک کې پاتې شي. د کمونیزم په نامه دیکتاتوري له دوېمې نړیوالې جګړې سره په چین، مرکزي او ختیځې اروپا کې د سیستم په توګه خپره شوه خو د ۲۰ پېړۍ په اخري لسیزو کې له منځه ولاړه.
Comments
So empty here ... leave a comment!