Dik – dik – ډیک ډیک انتېلوپ
د نسل نوم یې مادوکوا (genus Madoqua) ده، د ټیټ قد انتېلوپ په نیوتراګیني توکم (tribe Neotragini) کې د انتېلوپ یو ډول ده او د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده. د شرقي افریقا په وچو سیمو کې ژوند کوي، درې ډوله یې د افریقا په هارن ټاپوزمه (Horn of Africa) کې پیدا کیږي او دا درې ډوله ډیک ډیک: ګونتر ډیک ډیک (Guenther’s dik-dik) چې د ډول علمي نوم یې (Madoqua guentheri) ده، د مالګې ډیک ډیک (Salt’s dik-dik) د ډول عملي نوم یې (Madoqua saltiana) ده او سپین زر ډیک ډیک (silver dik-dik) علمي نوم یې (Madoqua piacentinii) ده.
په دې کې یو ډول عام ډیک ډیک دي چې د کیرک ډیک ډیک (Kirk’s dik-dik) په نامه یادیږي علمي نوم یې (Madoqua kirkii) ده تانزانیا، سوانا او کینیا کې خورا زېات دي.
د کیرک ډیک ډیک تر ټولو لوړ ۳۵–۴۵ سانتي متره پورې قد او تر ۳.۸–۷.۲ کیلو ګرامه پورې وزن لري. ښځینه یې له نر څخه یو کیلو په وزن کې زېاته وي.
ډیک ډیک غټې سترګې لري، ولاړ پراخ غوږونه لري، د بیټال مخې ته (preorbital glands) مرغړي لري – د بیټال مخې ته په دې مانا چې د سترګو له ساکت سره یا مخې ته واقع وي – د صحرایي سوی په څېر وروستۍ پښې لري چې له مخکنیو پښو یې اوږدې دي، او وړه لکۍ لري. د بدن رنګ یې نصواري یا خړ نصواري وي، نر یې تر ۷.۵ سانتي متره پورې ښکرونه لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!