Dolichotis – دولیکوتیس
په کاوي ایدای کورنۍ (family Caviidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. په سوېلې امریکا کې پیدا کیږي. قد یې تر ۴۵ سانتي متره پورې لوړیږي. پښې یې تېرې منګولې لري. شکل یې سوی ته ورته والی لري. وزن یې تر ۱۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د منډې پر وخت تر ۶ فټه پورې ټوپ وهلای شي. په کال کې تر درېو پورې بچیان زېږوي. واړه بچیان یې له پیدا کېدو وروسته په ۲۴ ساعتو کې واښه خوړلای شي. له مور او پلار څخه یې یو تل د بچیانو د پاملرنې لپاره له بچیانو سره پاتې کیږي. ډېر خلک یې د کورني ژوي په توګه په خپلو کورونو کې ساتي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | کاوي ایډای |
فرعي کورنۍ | دولیکوتینای |
نسل | دولیکوتیس |
په دولیکوتیس نسل کې لاندې دوه ډولونه شامل دي
- Patagonian mara, Dolichotis patagonum
- Chacoan mara, Dolichotis salinicola
Comments
So empty here ... leave a comment!