Douc – دوک بیزو

د لنګور بیزو (langur) درې ډولونه دي کومې چې مختلف رنګونه لري. د پیګاتریکس نسل (genus Pygathrix) ده، د ویتنام په جنوبي سیمو او د ګرموسیمو ځنګلونو کې ژوند کوي. لاوس او کمبودیا کې هم شته. د لومړنیو ژو تر منځ تر ټولو روښانه او تېز رنګ لري. د بدن اوږدوالی یې تر نیم متر څخه زېات وي، لکۍ یې د بدن د اوږدوالي څخه اوږده وي. د نر وزن یې تر ۱۱ کیلو ګرامه (۲۴ پونډه) او د ښځې وزن یې تر ۸.۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
له ۴ تر ۵۰ پورې په ډله کې ګرځي. تازه شنې شوې پاڼې خوري خو میوه، غوټۍ او تخم هم خوري. د زړې نړۍ بیزوګانې دي او د سېرکو پيتې سیدای کورنۍ (family Cercopithecidae) کې ډلبندي شوي.
 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons