Edward VI of England – شپږم اېډوارډ

د ۱۵۴۷ کال، د جنورۍ له ۲۸ نېټې تر د ۱۵۵۳ کال، د جولای تر ۶ نېټې د انګلستان پاچا وو. د ۱۵۴۷ کال د فېبرورۍ په ۲۰ نېټه یې تاج په سر کړ. د اتم هنري ځایناستی او له مرګ وروسته تاریخپوهان یې د ځایناستې په اړه اختلاف لري ځینې وایي چې مېرمن جېن یې ځایناستې شوه او ځینې وایي چې لمړی ماري یې ځایناستې شوه. د ۱۵۳۷ کال، د اکتوبر په ۱۲ نېټه د انګلستان د مېډلسکس په همپټن کورټ پېلس کې زېږېدلی او د ۱۵۵۳ کال، د جولای په ۶ نېټه په ۱۵ کلنۍ کې د انګلستان په ګرینوېچ پېلس کې مړ شوی. د ۱۵۵۳ کال د اګسټ په ۸ نېټه د انګلستان د وېسټمنسټر ابې کې خاورو ته سپارل شوی. پلار یې اتم هنري او مور یې جېن سیمور وه. د عیسویت د پروتستانو ډلې پیروان وو.
 
د ۱۵۴۷ کال د جنورۍ له ۲۸ نېټې د انګلستان او ایرلنډ پاچا وو. په نهه کلنۍ کې یې تاج په سر کړ. د پروتستانو په ډله کې د انګلستان لمړی پاچا ګڼل کیږي. (پلرونه یې انګلیکن او کتولیک وو). د پاچایي پر وخت یې عمر کم وو او له همدې امله یې سیاسي چارې په پیل کې تره (Edward Seymour, 1st Duke of Somerset) او وروسته (John Dudley, 1st Earl of Warwick) پر مخ وړلې. د پاچایي پر وخت یې لویې ستونزې اقتصادي وې کومې چې د خلکو د پارېدو لامل شوې او لامل یې له سکاټلنډ سره جګړه وه. د انګلستان کلیسا ګانې یې پروتستانو ته وسپارلې. د پاچایي پر وخت یې دوه اصلاحات رامنځته کړل چې په تاریخ کې په ( clerical celibacy and the Mass) نومونو یادیږي. په پنځلس کلنۍ کې ناروغ شو او کله چې وپوهېده ناروغي یې مرګونې ده نو داسې چارې یې وکړې چې انګلستان بیا د کتولیک ډلې لاس ته ونه لویږي او د پروتستانو ډله یې ځواکمنه کړه.
Circle of William Scrots Edward VI of England
Portrait of Edward VI of England. For painting description page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons