English Reformation – د انګرېزانو اصلاحات
د انګرېزانو اصلاحات په شپاړسمه پېړۍ کې د پېښو یوه لړۍ وه کومو چې د انګلستان کلیساګانې د رومان کتولیک کلیسا د پاپ له واک څخه ازادې کړې. د دې پېښو یوې برخې په اروپا کې د پروتستانو د اصلاحاتو سره هم تړاو لره او دواړه یو مذهبي او سیاسي خوځښت و کوم چې په مرکزي او لوېدیځې اروپا کې د عیسویت پر پلي کېدو اغیز وکړ. د دې اصلاحاتو لامل د فیوډالیزم رد کول او د نېشنلیزم رامنځته کېدنه وه، د عرفي قانون جوړېدنه وه. نور لاملونه یې د چاپ ماشین له امله د چاپ زیاتېدنه، د انجیل تر هر چا پورې رسېدنه، د انجیل په اړه د پوهانو نوي اندونه وو او د چاپ له لارې دا ټول تر عامه خلکو پورې رسېدنه وه.
د انګرېزانو اصلاحات هغه وخت په ۱۵۲۷ کې پیل شو کله چې اتم هنري د انګلستان پاچا خپلې ښځې ته طلاق ورکړ او د کتولیک کلیسا پاپ یې طلاق رد کړ. د انګرېزانو اصلاحات مذهبي اختلاف نه وو بلکې سیاسي بڼه یې لرله. د روم او انګلستان ترمنځ د سیاسي نظریاتو توپیر په مذهبي بحث بدل شو. تر دې مخکې ټولې کلیساګانې د روم لخوا په (canon law) قانون اداره کېدلې. د ټولو کلیساګانو مالیات په مستقیمه توګه روم ته ورکول کېده.
له روم څخه د انګلستان د کلیساګانو لپاره لمړی د انګلستان پارلمان د (1534 Act of Supremacy) قانون جوړ کړ د کوم له مخې چې اتم هنري د انګلستان د کلیساګانو ریس وګڼل شو. اتم هنري انګلیکن وو خو وروسته یې زوی چې تر ۱۵ کلنۍ پورې پاچا وو د انګلستان کلیساګانې پروتستانو ته ورکړې او د کتولیکانو مخه یې ډب کړه.
دې اصلاحاتو په انګلستان کې کورنۍ جګړه هغه وخت رامنځته کړه کله چې وروستی د انګلستان کتولیک پاچا دوېم جېمز له واک څخه په زوره وشړل شو او د انګلستان پارلمان درېم ولیم او دوېمې ماري ته واک ورکړ. د کتولیک عیسویانو کلیساګانې تر ډېره وخته په انګلستان کې غېرې قانوني وې خو وروسته د (the Relief Act of 1829) قانون اجازه ورکړه.
Comments
So empty here ... leave a comment!