Equivalent – معادل
سمبول یې (equiv) ده. په کیمیا کې معادل هغه توکي دي چې له خپل معادل سره تعامل کوي. د کچې لپاره ډېر زوړ واحد ده کوم چې په بیولوجیکي ساینس او کیمیا کې هغه وخت کارېده کله چې څېړونکو د ترکیب لپاره کیمیاوي فورمولونه نلرل. په انګرېزۍ کې (mass of an equivalent) برابر وزن ته وایي.
په زیات رسمي تعریف کې معادل د یوې مادې کچه ده چې له لاندې چارو باید یوه ترسره کړي:
۱- د اسیدو بېز تعامل کې تعامل وکړي او یا د هایډروجن ایونونو (H+) یو مول ولېږدوي
۲- په ریډوکس تعامل کې تعامل وکړي او یا د الیکټرونونو یو مول ولېږدوي
په دې دوېم تعریف کې معادل په یوه مایع کې د ایون د مولونو شمېر ده کوم چې د همدې ایون له والېنس سره ضرب شوی وي. که چېرې د (1 mol of NaCl and 1 mol of CaCl2) یو یو مول په یوه محلول کې منحل شي نو په دې محلول کې د هر یو معادل (1 equiv Na, 2 equiv Ca, and 3 equiv Cl) دی. د کلسیم والینس دوه ده او ایون یې یو ده یو چې له دوه سره ضرب کړو نو د کلسیم معادل دوه کیږي.
درېم تعریف یې هم زوړ تعریف ده او په ځانګړې توګه د کیمیاوي عناصرو لپاره کاریږي. په دې تعریف کې معادل یوه داسې ماده ده چې له یو ګرام هایډروجن، شپاړس ګرامه اکسیجن او ۳۵.۵ ګرامه کلورین سره تعامل کوي او یا هم له درېو څخه د یوه ځای نیسي.
Comments
So empty here ... leave a comment!