Erethizontidae – اېرېتیزونتیدای کورنۍ
د کورنۍ ټولو غړو ته د نوې نړۍ شکوڼ (New World porcupine) نوم هم اخلي. غټ په ونه کې ژوند کوونکي شخوند وهونکي ژوي دي. په ټوله شمالي امریکا کې په ځنګلونو او ونو لرونکو سیمو کې ژوند کوي. د سوېلې امریکا په شمال کې هم شته دي. دواړه د نوې او زړې نړۍ شکوڼ د شخوند وهونکو د ډلې له هیستريکوګناتي څانګې سره تړاو لري. خو دواړه د زړې نړۍ او نوې نړۍ شکوڼ له یو بل سره ډېر زیات توپیر لري او خپله کې کوم نږدې تړاو نلري.
تنه یې څورب جوړښت لري، بې څوکې پوز لري. غشي یا ازغي یې له نرمو وېښتو سره ګډ شوي وي. د بدن کچه یې له یو بل سره توپیر لري. تر ټولو واړه یې د نښلېدو وړ لکۍ لرونکی شکوڼ (prehensile-tailed porcupines) ده د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۳۰ سانتي متره او وزن یې تر ۹۰۰ ګرامه پورې رسیږي او تر ټولو غټ یې د شمالي امریکا شکوڼ (North American porcupine) ده د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۸۶ سانتي متره او وزن یې تر ۱۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
د زړې نړۍ له شکوڼ سره یې توپیر ریښه لرونکي د ژرندې غاښونه دي، همداسې یې د وږو بشپړ کېدونکی هډوکی ده، څلور غاښونه او پاسنۍ بشپړ شونډه ده. د زړې نړۍ یوازې او یوازې د شپې لخوا فعالیت کوونکي دي خو د نوې نړۍ بیا په دې چلند کې کم جدي دي.
ځینې ډولونه ېې یوازې او یوازې په ونه کې ژوند کوونکي دي خو ځینې یې بیا په ځمکه کې غارونه هم لري. کله چې د ونې په څوکه کې وي اوږدې د نښلېدو وړ لکۍ یې د توازن په ساتلو کې مرسته ورسره کوي. د خوړو ډېره برخه یې د ساقې پوستکی او پاڼې جوړوي خو ریښې، توتان، میوې، تخمونه، مغزي، واښه او ګلان هم خوري. ځینې ډولونه یې حشرې او واړه خزنده ګان هم خوري. له ۲۱۰ ورځو د بلاربښت له مودې وروسته یو بچی زېږوي خو ډېر کم وخت یې بچیان غبرګوني هم وي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | اېرېتیزونتیدای |
اېرېتیزونتیدای کورنۍ په لاندې دوه فرعي کورنیو وېشل شوې
Family Erethizontidae
- Subfamily Chaetomyinae
- Genus Chaetomys
- Bristle-spined rat, Chaetomys subspinosus
- Genus Chaetomys
- Subfamily Erethizontinae
- Genus Coendou
- Bicolored-spined porcupine, Coendou bicolor
- Baturite porcupine, Coendou baturitensis
- Streaked dwarf porcupine, Coendou ichillus
- Bahia porcupine, Coendou insidiosus
- Black-tailed hairy dwarf porcupine, Coendou melanurus
- Mexican hairy dwarf porcupine, Coendou mexicanus
- Black dwarf porcupine, Coendou nycthemera
- Brazilian porcupine, Coendou prehensilis
- Frosted hairy dwarf porcupine, Coendou pruinosus
- Andean porcupine, Coendou quichua
- Rothschild’s porcupine, Coendou rothschildi
- Roosmalen’s dwarf porcupine, Coendou roosmalenorum
- Stump-tailed porcupine, Coendou rufescens
- Santa Marta porcupine, Coendou sanctamartae
- Paraguayan hairy dwarf porcupine, Coendou spinosus
- Coandumirim, Coendou speratus
- Paraguayan hairy dwarf porcupine, Coendou spinosus
- Brown hairy dwarf porcupine, Coendou vestitus
- Genus Erethizon
- North American porcupine, Erethizon dorsatum
- فوسیل نسلونه
- Branisamyopsis
- Cholamys
- Eopululo
- Hypsosteiromys
- Microsteiromys
- Neosteiromys
- Palaeosteiromys
- Paradoxomys
- Parasteiromys
- Protosteiromys
- Genus Coendou
I like what you guys are up also. Such intelligent work and reporting! Keep up the superb works guys I have incorporated you guys to my blogroll. I think it’ll improve the value of my website 🙂