Eurasian beaver – د اوراسیا د اوبو کوچنډی

اروپایی د اوبو کوچنډی (European beaver) نوم هم ورته اخلي. د ډول علمي نوم یې (Castor fiber) ده. مخکې په اوراسیا کې پرېمانه پیدا کېدل خو انسانانو د پوستکي او د دې ژوي له مرغړیو د (castoreum) په نامه ترشح کېدونکې مادې لپاره د دې ژو نسل تقریبا تر ورکېدو پورې ښکار کړ. په ۱۹۰۰ کال کې یوازې تر ۱۲۰۰ ټول د اوراسیا کوچنډیان په اسیا او اروپا کې پاتې وو. وروسته یې د نسل ژغورنې لپاره چاره پیل شوه او اوس له انګلستان تر چین او منګولیا پورې سیمه کې بیا خپاره شوي. له پورتګال، منځني ختیځ او بالکان څخه یې نسل په بشپړ توګه انسانانو ورک کړی.
 
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي کورنۍ کاستورینای
نسل کاستور
Beaver pho34
Photo by Per Harald Olsen

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons