Ex situ conservation

لغوي مانا یې له سیمې بهر ساتنه ده. د هغو ژو او بوټو چې نسل یې د ورکېدو له خطر سره مخ وي له خپل وحشي چاپیریال نه بهر د ساتنې بهیر دی تر څو یې نسل وژغورل شي. ژوي ممکن بنده سیمه کې د انسان لخوا وساتل شي او یا یې د وحشي ژوند لپاره سیمه بدله شي. په دې بهیر کې ژوي د طبیعي پېښو له امله له مړینې ژغورنه، له نورو ښکاري ژو ساتنه او داسې نور شامل دي. همداسې (Agricultural biodiversity) هم په (ex situ) کې ساتل کیږي.
 
د بوټو باغونه او اکوېریم د (Ex-situ) دودیزه طریقه ده. په دې کې هغه بوټي ساتل کیږي چې نسل یې کم شوی وي او کله چې امکان ولري بېرته خپل وحشي چاپېریال ته انتقالیږي. په دې بهیر کې یوازې د بوټو ساتنه نه کیږي بلکې پوهنیز ارزښت هم لري. همداسې عامه خلکو ته دا ورزده کوي چې کوم بوټي د څه له امله په خطر کې دي او د نسل ژغورنې لپاره یې کوم ګامونه اخیستل اړین دي کوم ډول انساني فعالیت کې کمی اړین دی.
 
د بوټو ساتنې تخنیکونه
Cryopreservation
د نایتروجن په مایع کې د تخمونو، ګردې، نسجونو ساتنه ده. په دې تخنیک کې بې اندازې زیات توکي د اوږد مهال لپاره پرته له خرابېدو ساتل کیدای شي. همدا طریقه د (Cryoconservation of animal genetic resources) تخنیک له لارې د ژو جنتیک ساتنه هم کوي. د تخنیکي محدودیتونه لپاره د (cryobiology) څېړنې ادمه لري.
 
Seed banking
په تودوخه او لوندوالي، په کنټرول کېدونکي چاپېریال کې د تخمونو ساتنه ده. په دې تخنیک کې هغه تخمونه ساتل کیږي چې د بې کچې وچکالی زغم لري. د ساتنې لپاره یې مختلفې طریقې کاریږي لکه بندو ډبلیو کې د تخم له ساتنې تر کنګل خونو پورې. کوم تخمونه چې د زیاتې وچکالی زغم نلري په دې تخنیک نه ساتل کیږي.
 
Field gene banking
د کومو وحشي بوټو چې تخم ساتنه امکان نلري نو په پټیو کې یې نسل ساتل کیږي.
 
Cultivation collections
له پورته یاد شوي تخنیک سره ډېر توپیر نلري او په پټیو کې د بوټو ساتنه ده.
 
Inter situ
په دې تخنیک کې تقریبا طبیعي چاپیریال ته ورته د بوټو ساتنه کیږي. ډېر وخت سیمه بېرته طبیعي شوې او یا نیمه وحشي وي.
 
د ژو لپاره هم ورته تخنیکونه کاریږي. د ژو ډولونه په (genebanks) کې ساتل کیږي په کوم کې چې (cryogenic) اسانیتاوې د سپرم د ذخیره کولو، هګیو او یا جین ساتلو لپاره موجودې وي. د بېلګې په توګه په سن دییګو کې کنګل شوی ژوبڼ دی کوم کې چې ۳۵۵ د تی لرونکو، خزنده ګانو او مرغانو ډولونه ساتل شوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons