Exclaim!

د کاناډا میوزیک او تفریح خپرونکې مجله ده. د نوي میوزیک ټول ډولونه رانغاړي، ډېر تمرکز یې تازه را څرګندېدونکو او کاناډایي هنرمندانو ته دی. هره میاشت خپریږي، تر ۱۰۳۰۰۰ پورې نسخې خپروي. نسخې یې په ۲۶۰۰ سیمو کې خپریږي. په منځنۍ کچه تر ۳۶۱۲۰۰ پورې میاشتیني لوستونکي لري. ویبپاڼه یې هره میاشت د ۶۷۵۰۰۰ پورې کسانو لخوا کتل کیږي. د ویبپاڼې لینک : exclaim.ca


مخینه
د (exclaim) مانا ناڅاپه د حیرانتیا، درد له امله چغې ته وایي. په ۱۹۹۱ کال کې په (Ryerson’s CKLN-FM) کې د خبرو اترو په توګه پیل شو. موخه یې د کاناډا د میوزیک په اړه بحث کول وو تر څو خلک ورسره اشنا کړي او نا پېژندل شوی پاتې نشي. په ۱۹۹۲ کال کې یې لمړۍ خپرونه پیل کړه او له دې وروسته یې هره میاشت خپرونه چمتو کوله.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons