Family Scaphiopodidae

د چونګښو کورنۍ ده. د غړو عام نوم یې (American spadefoot toads) ده. اصلي ځای یې د کاناډا سوېل، متحده ایالتونه او د مکسیکو سوېل ده. کوچنۍ کورنۍ ده او یوازې ۷ ډولونه پکې شامل دي. ګرده شوې تنه، بهر ته وتلې سترګې او لنډې پښې لري. د پښو جوړښت یې غارونو وېستلو ته مناسب ده. له ریښتینو چونګښو سره یې توپیر د سترګو د ګاټو عمودي جوړښت او د (parotoid gland) مرغړیو نلرل دي. د ځمکې لاندې او پاسه ژوند کوونکې دي. د بدن رنګ یې خړ، شین یا نسواري وي او په پټېدو کې مرسته ورسره کوي.
 
په دې کورنۍ کې لاندې دوه نسلونه شامل دي
Scaphiopus
Spea
Scaphiopus couchii Stolz
Photo by Gary Stolz/U. S. Fish and Wildlife Service

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons