Fighter aircraft – جنګ کوونکې الوتکه

جنګي الوتکه یوه نظامي الوتکه وي او په بنسټیزه توګه په هوا کې جګړه کوي په دې مانا چې یوه الوتکه بله الوتکه په هوا کې ولي. جنګ کوونکې الوتکه بم اچونکې (bombers)، او برید کوونکې (attack aircraft) الوتکه نه وي. یادې دوه ډوله له هوا څخه لاندې پر ځمکه برید کوي. د جنګ کوونکې الوتکې ځانګړنه د دې الوتکو چټکه الوتنه، سرعت او د جوړښت وړه یا کوچنۍ کچه ده. ډېرې جنګ کوونکې الوتکې د دې وړتیا هم لري چې له هوا په ځمکه برید وکړي دغه ډول الوتکو ته د دوه موخو لپاره جوړې شوې الوتکې نوم اخلي او یا هم ترکیبي نوم لري جنګ کوونکې – بم غورزونکې (fighter-bombers)، له دې پرته ډېرې نورې الوتکې دي چې جنګ کوونکې ندي خو د جنګ کوونکې نوم ورته اخیستل کیږي او لامل یې ممکن سیاسي، ملي امنیت او یا هم تبلیغاتي وي.
 
د جنګ کوونکې الوتکې اصلي موخه د جنګ د میدان له پاسه د هوا کنټرول تر لاسه کول دي. له لمړۍ نړیوالې جګړې تر اوسه د هوا کنټرول تر لاسه کول د جګړې د ګټلو لپاره بنسټیز شرط ګڼل کیږي. د هوا د کنټرول لپاره یوازې الوتکه لرل کافي ندي بلکې نور فکتورونه هم اړین دي تر ټولو لمړی د پیلوټ وړتیا اړینه ده، د الوتکو د لېږد یا الوتنو لپاره تکتیک اړین ده، د الوتکو شمېر او د الوتکو د عملیاتو وړتیا اړینه ده.
Formation of a Legacy, Hertiage flight merges aviation past and present 86-16-51-22

د جنګ کوونکې ډلبندي
لکه څرنګه چې جنګ کوونکې الوتکه په بنسټیزه توګه په هوا کې د جنګ لپاره طرحه کیږي همداسې د هرې جنګ کوونکې الوتکې ډول د جنګ د ځانګړي حالت لپاره طرحه شوی وي. ځینې وخت د نورو موخو وړتیا هم پکې اضافه شوې وي لکه له هوا ځمکه یا سمندر په نښه کول. تر ۱۹۲۰ لسیزې پورې انګلستان خپل دوه ډوله هوایي ځواک (Royal Flying Corps and Royal Air Force) ته د (scouts) نوم کاروه خو متحده ایالتونو تر ۱۹۴۰ لسیزې پورې د (pursuit) نوم ورکړی وو. انګلستان د ۱۹۲۰ لسیزې په اوږدو کې نوم بدل کړ او (fighter) جنګ کوونکې نوم یې پرې کېښود. متحده ایالتونو بیا په هغو الوتکو چې فضا کې د بلې الوتکې مخنیوی کوي په ۱۹۴۰ لسیزه کې د (interceptor) په نامه یادې کړې.
 
په هوا کې له بلې الوتکې سره جنګ کوونکې الوتکې په لاندې توګه ډلبندي شوي :
– په هوا کې برلاسی تر لاسه کوونکې جنګي الوتکې
– جنګ کوونکې – بم غورزونکې
– درنده جنګ کوونکې
– د بلې الوتکې مخنیوی کوونکې جنګ کوونکې
– سپکې جنګ کوونکې
– په هر ډول هوا کې جنګ کوونکې (د شپې لخوا هم جنګ کوونکې)
– کشف کوونکې – جنګ کوونکې
– ستراتیژیکه جنګ کوونکې
 
په دې کې جنګ کوونکې – بم غورزونکې، کشف کوونکې جنګ کوونکې او برید کوونکې – جنګ کوونکې دوه روله لري. لمړی رول یې د جګړې په میدان کې کارېدنه او دوېم رول یې په هوا کې له خپل ځانه دفاع ده. په لمړۍ نړیواله جګړه کې د انګلستان سوپ وېل کامل الوتکې تر ډېره په ځمکه د برید لپاره وکارېدلې. په دوېمه نړیواله جګړه کې انګلستان او متحده ایالتونو د غوټه وهونکې بم غورزونکې او بم غورزونکې الوتکې په پرتله جنګ کوونکې غوره وګڼلې او خپلې ځینې الوتکې یې چې فضا کې نورې د جنګ لپاره مناسبې نه وې لکه (Republic P-47 Thunderbolt and Hawker Hurricane) الوتکې د بم غورزونې لپاره انتخاب کړې او یا یې تقاوت کړې. په ورته وخت کې یې د ځینو الوتکو تولید کومې چې طرحه شوې هم وې خو په طرحه کې یې له بلې الوتکې سره د جنګ کولو وړتیا نه لرله تولید یې لغوه کړ.
 
که چېرې یوې چټکې جنګ کوونکې الوتکې کې د څو موخو لپاره وړتیا اضافه شوې وي د دې په پرتله چې د هرې ځانګړې موخې لپاره جلا الوتکې وپیري د هوایي ځواک لپاره ارزانه تمامیږي لکه د امریکا (McDonnell Douglas F/A-18 Hornet) الوتکې.
 
ځینې د لوړ قیمت الوتکې لکه ( Grumman F-14 Tomcat, McDonnell Douglas F-15 Eagle, Lockheed Martin F-22 Raptor) او د روسې (Sukhoi Su-27) په هوا کې د برلاسي تر لاسه کولو او د بلې الوتکې د مخنیوي لپاره طرحه شوې وې خو د برید کوونکې په توګه هم وکارېدلې. په هوا کې د بلې الوتکې مخنیوی کونکې جنګ کوونکې معمولا د لویو بم غورزونکو د مخنیوي لپاره کاریږي او د لوړې ارتفاع د الوتنې وړتیا لري.
 
د الوتکو په صنعت کې هر هیواد جوړې شوې الوتکې ته یو توری ټاکي او له توري سره ځانګړې شمېره وي لکه د انګریزۍ ژبې په هیوادونو کې (F) د جنګ کوونکې (fighter) مانا لري لکه د ( Lockheed Martin F-35 Lightning II) الوتکو په نوم کې، متحده ایالتونه (P) د تعقیب (pursuit) لپاره کاروي لکه د (Curtiss P-40 Warhawk) الوتکې په نومې کې، فرانسویان (C) د ښکار کوونکی (chasseur) لپاره کاروي لکه د (Dewoitine D.520 C.1) الوتکې په نومې کې. روسان (I) له منځه وړونکې (Istrebitel) لپاره کاروي لکه د (Polikarpov I-16) الوتکې په نوم کې.
F-15, 71st Fighter Squadron, in flight
F-15 Eagle U.S. Air Force

جنګ کوونکې وسله
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکی توغندی
Air-to-air missile
هغه توغندی ده چې په هوا کې له یوې الوتکې توغول کیږي تر څو بله الوتکه نسکوره کړي. په انګرېزۍ کې یې لنډیز (AAM) ده. یو یا څو د راکټ موټورونه لري. د راکټ انجن یې جامد سونګ توکي لري خو په ځینو کې مایع سونګ توکي هم کارېدلي.
 
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي په دوه ګروپو کې وېشل شوي یو تر ۳۰ کیلو متره پورې واټن کې بله الوتکه په نښه کولای شي او د لنډ واټن توغندي ګڼل کیږي او د سترګو د لید په حدودو کې هدف ویشتلای شي. دې ډول توغندیو ته د (dogfight) نوم هم اخیستل کیږي او د واټن پر ځای یې چټکۍ ته ډېر پام شوی وي. زیات یې په انفرارېډ هدایت کېدونکي دي او د تودوخې تعقیب کوونکي ګڼل کیږي په انګرېزۍ کې یې لنډیز (SRAAMs or WVRAAMs) ده.
 
دوېم ګروپ د منځني او اوږد واټن له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي دي په انګرېزۍ کې یې لنډیز (MRAAMs or LRAAMs) ده. په رادار باندې هدایت کیږي او د لید له حدودو بهر هدف په نښه کوي. په اوس وخت کې یې ډېر ډولونه تولید شوي په ډېرو کې یې (inertial guidance) هدایت کوونکی سیستم کارېدلی
 
د لمړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د دوه وزرو لرونکو الوتکو په وزرو کې (Le Prieur rockets) نا هدایت کېدونکي توغندي نصب کېدل او په برېښنایي توګه به فیر کېدل په ځانګړې توګه د څار بالونونه پرې ویشتل کېدل. په دوېمه نړیواله جګړه کې جرمني د توغندیو د تولید لپاره محدودې هڅې وکړې چې پایله یې د هدایت وړتیا نلرونکي توغندي لکه (R4M) او د هدایت کېدو وړ توغندي لکه ( Ruhrstahl X-4) شول.
 
له جګړې وروسته څېړنو کې د انګلستان هوایي ځواک (Fairey Fireflash) توغندي په ۱۹۵۵ کې جوړ کړل خو پایله یې بریالۍ نه وه. همداسې د متحده ایالتونو سمندري ځواک او هوايي ځواک په ۱۹۵۶ کې د هدایت کېدو وړ توغندیو کارونه پیل کړه. په دې کې درې ډوله توغندي (AIM-4 Falcon, AIM-7 Sparrow and AIM-9) شامل وو. په ۱۹۵۷ کې د شوروي اتحاد هم (K-5) نندارې ته وړاندې کړ. د توغندیو پرمختګ تقریبا ټوله هوایي جګړه توغندیزه کړه. او د لید له حدودو بهر یې کارونه پیل شوه په دې کې متحده ایالتونو تر ټولو لمړۍ بېلګه (F-4) ده. کله چې متحده ایالتونو د ویتنام په جګړه کې زیات سرتیري له لاسه ورکړل نو د (dogfighting tactics) تخنیک او (autocannon) ته یې بېرته مخه کړه خو په الوتکو کې توغندي کارونه تر اوسه د هوايي جګړې بنسټیزه برخه ده.
 
په توغندیو کې درې ډوله سروکي (blast warhead, fragmentation warhead, or continuous rod warhead) کاریږي او یا د درېواړو ترکیب وي تر څو یې چاودنه د مخالف لوري الوتکه ویجاړه کړي. د سروکي د چاودولو لپاره دوه ډولوه فیوزونه کاریږي یو ډول یې (proximity fuze or by an impact fuze) دي یو یې (proximity fuze) په اتومات ډول کله چې موخې ته ورسیږي سروکی چاودوي او بل ډول یې (impact fuze) دي کوم چې له ضربې یا لګېدنې وروسته سروکی چاودوي. په ډېرو کمو له هوا نه هوا ته توغول کېدونکو توغندیو کې اټومي سروکي هم نصب شوي لکه په (AIM-26 Falcon) کې خو تر اوسه په هېڅ جګړه کې ندي کارېدلي.
 
له هوا نه هوا ته د توغول کېدونکي توغندي هدایت
توغول شوی توغندی خپل هدف د رادار او یا انفراریډ په مرسته پیدا کوي خو کم شمېر توغندي خپل هدف د لایزر او یا (optical tracking) په مرسته پیدا کوي. په رادار هغه توغندي هدایت کیږي چې د منځني یا اوږد واټن توغندي وي کوم هدف چې د انفراریډ لپاره ډېرضعیفه ښکاري. په رادار هدایت کېدونکي توغندي درې ډولونه لري فعال نیمه فعال او غېرې فعال (active, semi-active, and passive).
 
فعال په رادار هدایت کېدونکي توغندي په خپل ځان کې د رادار سیستم لري کوم چې خپله هدف پیدا کوي او تعقیب کوي. او د (chaff or electronic counter-measures) په څېر جلا سیستمونه کاروي. دا ډول توغندي له ډېر لرې واټن څخه هم کارېدلای شي که چېرې دوه الوتکې یو بل سره کم واټن کې وي په توغندي کې د (fire-and-forget) سیستم الوتکې ته اجازه ورکوي چې بل هدف تعقیب کړي او یا د توغندي له توغولو وروسته له سیمې تېښته وکړي ځکه چې توغندی خپله هدف پیدا کوي او تعقیبوي. همداسې که چېرې د توغندي له حدودو هدف شوې الوتکه بهر وي او الوتکه نشي کولای دې حدودو ته داخله شي نو توغندی له فیر کېدو وروسته خپله خپل هدف پیدا کوي.
 
په انفراریډ هدایت کېدونکي توغندي تودوخه تعقیبوي خو په باران یا وریځ کې خپل هدف سم نشي پیدا کولی خو په عصري الوتکو کې بیا سیستم کې تر یوې کچې تغیر راوستل شوی.

 

په وروستیو کې اسرایلو (Electro-optical) سیستم جوړ کړ کوم چې لمړی هدف پیدا کوي او له هغې وروسته د الوتکې هره برخه په نښه کولای شي همداسې کروز توغندي هم ویشتلی شي خو په لار کې یې وریځ مخه نیولای شي.
تر ۱۹۵۰ لسیزې پورې په الوتکو کې جنګ کوونکې وسله یوازې ماشیندارې وې. ناهدایت شوي راکټونه یوازې له هوا په ځمکه د برید لپاره کارېدل خو د دوېمې نړیوالې جګړې پرمهال د نا هدایت شوو راکټونو کارونه له هوا څخه هوا کې د هدف ویشتو لپاره په ډېره محدوده توګه وکارېدل. د ۱۹۵۰ لسیزې په پای کې په لمړي ځل مخکې توغیدونکي د هدایت وړ توغندي کارېدل پیل شول. له لمړۍ نړیوالې جګړې تر اوسه پورې د نورو وسلو تر څنګ ماشیندارې هم نصب وي او د مرستې په توګه کار ترې اخیستل کیږي.
 
په الوتکو کې عصري ماشیندارې د هدف په نښه کولو لپاره د رادار سیستم، د لید لپاره الیکترونیکي سیستم، د سروکي د الوتنې محاسبه او پېچلی درې بعده د الوتنې مانوري خوځښت سیستم کاروي خو کارونه یې د توغندیو په پرتله کمه ده. خو که چېرې توغندیو سره د ماشیندارې ارزښت پرتله شي تر توغندي یې ارزښت ډېر کم دی.
 
همداسې د ماشیندارې د توغول شوو سرکو دفاع نا ممکنه ده. که چېرې د دښمن الوتکه نږدې وي د ویشتل کېدو چانس یې تر ۵۰ % دی. خو په ورته وخت کې توغندی بیا کولای شي له لرې واټن الوتکې په نښه او تعقیب کړي. په ماشیندارې د بلې الوتکې ویشتل لمړی باید پیلوټ په دې کې ښه وړتیا ولري، دوېم الوتکه له نږدې په نښه شي دواړه د دې لامل شو چې ساینس بدیل سیستم ولټوي او پایله د هدایت وړ توغندي جوړول شو.
 
د ۱۹۵۰ لسیز پای کې متحده ایالتونو سایډ وینډر د لنډ واټن توغندی جوړ کړ.
دا یې هم بشپړ ډیزاین اوس تکړه شی یو جوړ کړئ سایډ وینډر له مختلفو عناصرو جوړ توغندی دی هر عنصر یې مختلفو کمپنیو جوړ کړی. توغندی په څلور برخو وېشل شوی څلور برخې یې د هدایت سیستم، د هدف لټونکی، سروکی او راکټ موټور دي. د هدایت او کنټرول یونټ کې یې الیکترونیک او میکانیک شامل دي کوم چې توغندي ته د فعالیت وړتیا ورکوي. په سر کې د انفراریډ وړانګې (IR) لټونکی یا تعقیبونکی دی. په سر کې یې د څرخېدو وړ (reticle) دی – رېکټایل (reticle) په اپتیکي اله کې نرۍ کرښې یا فایبرونه وي د اپتیکي الې د سترګې په برخه کې کاریږي لکه په ټیلیسکوپ، مایکروسکوپ یا اوسیلوسکوپ کې د توکو موقیعیت پیدا کوي او یا یو څه کچه کوي. له دې پرته پکې ښیښه، پنځه سي ډي اېس حجرې، انځوریز سنسور (staring array)، الیکتریکي موټور، ارماتور (armature) وي؛ ټولې یادې برخې په یوه ښیښه اي ګنبځه کې وي.
 
له دې برخو وروسته هغه الیکترونیک موجود دي کوم چې مالومات راغونډوي، سګنالونه ژباړي، د کنټرول سګنالونه تولیدوي کوم چې توغندی هدایت کوي. د توغندي د ګیډې په نو کې د هدایت او کنټرول یونټ موجود وي کوم چې د توغېدو پر مهال ترې جلا کیږي او توغونکي کې پاتې کیږي. د اېل او اېم ورژن کوم چې هوایي ځواکونه کاروي په داخل کې ارګون بوتل لري تر څو په (5000 psi) کې تعقیبونکی سر سوړ کړي خو کوم چې سمندري ځواک کاروي په هغو کې د همدې موخې لپاره د نایټروجن بوتل کارېدلی وي، همداسې په (AIM-9X ) ورژن کې یې د تعقیبونکي د سر سړولو لپاره (Stirling cryo-engine )
 
نصب وي. همداسې دوه برېښنایي سرو ګانې (electric servo) پکې وي کومې چې وړو وزرو ته ځواک ورکوي تر څو توغندی هدایت کړي په (AIM-9X) ورژن کې یې سرو نشته. په (AIM-9X) ورژن کې د هدایت او کنټرول یونت وروسته یې حرارتي بېټرۍ یا د ګاز د دانو جنراتور وي تر څو بریښنایي ځواک لکه د برېښناي سرو ګانو په څېر تولید کړي.
 
بل د هدف لټونکی دی، څلور (IR emitters and detectors) دي، که چېرې هدف مخکې لور ته تګ کوي او دا الې یې د مخکې تګ موندنه وکړي نو د وسلې الې ته سګنال لېږدوي تر څو سروکی وچاودوي. په زړو ورژنونو کې د همدې موخې لپاره د (fuze) سیستم کارېدلی وو.
 
د (AIM-9H) ورژن یې ۱۱ کیلو ګرامه سروکی لري خو تر دې ټول مخکیني ورژنونه یې یوازې تر ۱۰ کیلو ګرامه پورې سروکی لري. که چېرې د ۱۱ کیلو ګرامه سروکی لرونکی په چورلکه کې نصب شي نو د څرخ پرې یې ماتولی شي او د هدف په ځان توغونکي ته مرګونی کیدای شي.
 
په توغندي کې (Mk36 solid-propellant rocket motor) ماشین نصب دی او د همدې راکټ په ذریعه مخکې تګ کوي. کم لوګی کوي او له همدې امله په نښه شوي هدف ته یې لیدنه او له توغندي ځان ژغورنه ستونزمنه وي. په همدې برخه کې (launch lugs) هم موجود وي – یادې برخې استوانه اي پایپ ته ورته شکل لري او توغندی د نصب کېدو په ځای (rail of the missile launcher) کې نیسي. په درې (launch lugs) کې یې دوه د اړیکې تکمې لري کومې چې په برېښنایي توګه (motor igniter) فعالوي.
AIM-120 AMRAAM
An AIM-120 AMRAAM being loaded onto an F-16CJ

د لنډ واټن توغندي سپکې الوتکې په اسانۍ سره انتقالولای شي. او له ۱۰ تر ۳۵ کیلو متره پورې واټن کې هدف په نښه کولای شي. خو که چېرې د الوتکې ارتفاع ټیټه وي نو د جاذبې له امله یې د ویشتو واټن هم کم وي. اسرایلو په ۱۹۶۷ کې د شپږو ورځو په جګړه کې تقریبا ټول له ماشیندارې کار واخیست او په خپلو جنګ کوونکو یې ۶۰ الوتکې نسکورې کړې او د مقابل لوري الوتکو د اسرایلو لس الوتکې نسکورې کړې. وروسته یې پیتون توغندی جوړ کړه کوم چې د خپل تاریخ په اوږدو کې د مارکیټ موندنې لپاره نوم هم بدل کړی.
 
له هوا څخه هوا ته د توغېدونکو توغندیو کورنۍ ده. د اسرایلو (Rafael Advanced Defense Systems) شرکت جوړ کړی. د یاد توغندي لمړی نوم (Shafrir) دی په عبري ژبه کې (שפירית) لیکل کیږي. په کال ۱۹۵۹کې یې (Shafrir-1) جوړ کړ، د ۱۹۷۰ لسیزې په پیل کې یې (Shafrir-2) جوړ کړ او له دوېم توغندي جوړولو وروسته یې د توغندي نوم له بیمبیرک (Shafrir) ښامار (Python) ته بدل کړ. په کال ۱۹۷۸ کې (Python-3) جوړ کړ کوم چې د همدې توغندي درېم ډول دی او همداسې (Python-4, Python-5) ادامه لرله. په اوسمهال کې د نړۍ زیات هیوادونه یاد توغندي کاروي.
 
ډول یې د لنډ واټن له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکی دی، جوړونکی هیواد یې اسرایل دی، جوړونکی شرکت یې (Rafael Advanced Defense Systems) دی، وزن یې ۱۰۳ کیلو ګرامه دی، د سروکي وزن یې ۱۱ کیلو ګرامه دی، د چاودنې میکانیزم یې (proximity) دی، انجن یې (solid fuel rocket motor) دی، اوږدوالی یې ۱۰ فټه او قطر یې ۱۶۰ ملي متره دی، د وزرو پراخوالی یې ۲۵ انچه دی، د ۲۰ کیلو مترو په داخل کې هدف په نښه کولای شي، زیات نه زیات سرعت یې مک ۴ دی. د نړۍ په په مختللو جېټ الوتکو کې لکه د امریکا اېف ۱۶، د فرانسې د مېراج په ټولو ډولونو کې او همداسې د روسانو په هند کې جواز لاندې جوړېدونکو الوتکو هم کارېدلی. د (SPYDER) په نامه سیستم کوم چې د موټر په ذریعه د انتقالیدو وړ دی د همدې توغندي (Python-5) کاروي.
 
په ۱۹۵۰ لسیزه کې اسرایلو دا درک کړه چې په کور د ننه له هوا څخه هوا ته د توغېدونکي توغندي جوړولو ته اړتیا لري تر څو د دفاع صنعت ته په داخل کې وده ورکړي او له بهر په واردېدونکو وسلو تکیه کمه کړي. په همدې لسیزه کې یې له (Rafael Armament Development Authority) سره قرارداد لاسلیک کړ – یاد نوم د شرکت پخوانی نوم دی – تر څو د شریر په نامه توغندی جوړ کړي د نومو مانا یې بمبیرک ده.
 
په کال ۱۹۶۳ کې یاد توغندي د اسرایلو په مېراج الوتکو کې وکارېدل. په لمړي ځل یې په (Six-Day War) جګړه کې وکارول خو کومه الوتکه یې نسکوره نکړه او د الوتکو د نسکورولو لپاره یې له ماشیندارو کار واخیست. کله چې (Shafrir-2) جوړ شو نو په ۱۹۷۱ کې یې د اسرایلو هوایي ځواک کارونه پیل کړه، په کال ۱۹۷۳ کې یې د (Yom Kippur War) جګړه کې وکاروه، په دې جګړه کې یې تقریبا ۱۷۶ توغندي وتوغول او د دشمن ۸۹ الوتکې یې پرې نسکورې کړې. له جګړې وروسته یې مارکېټ هم پیدا کړ، د اسرایلو په جوړو شوو الوتکو کې نصب شول او د سوېلې امریکا په ځینې هیوادونو له الوتکو سره وپلورل شول.
 
کله چې د همدې توغندي درېم ماډل جوړ شو له بیمبیرک نه یې نوم ښامار (Python-3) ته بدل کړ له همدې امله (Python-1 or Python-2) نشته. درېم ماډل کې یې تر پخوانیو دوه ډولونو وړتیا زیاته وه، له لرې واټن یې له پورته، لاندې وروسته او څنګ اړخ څخه هدف په نښه کولای شو. په کال ۱۹۸۲ کې د لبنان په جګړه کې وکارېدل او د دشمن ۳۵ الوتکې یې نسکورې کړې. له جګړې وروسته د چین یاد توغندي ته پام شو او د جواز لاندې یې په چین کې د PiLi-8 (PL-8) AAM نامه تولید پیل کړ.
 
په ۱۹۸۰ لسیزه کې په یاد توغندي کې نورې وړتیاوې اضافه شوې او نوي ورژن ته یې (Python-4) نوم ورکړل شو. په درېم ماډل کې یې د (fire-and-forget) سیستم کمزوری وو او څلورم کې ښه والی پکې رامنځته کړل شو. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د اسرایلو یاد شرکت د (Python-5 AAM) په جوړونې پیل وکړ کوم چې په (advanced electro-optical imaging seeker with lock-on after-launch ability) سیستم مجهز وو.
Rafael Python 4
Rafael Python 4 air-to-air missile

هوا کې برلاسی ترلاسه کونکې جنګ کوونکې
هوا کې برلاسی ترلاسه کول د الوتکې له سرعت، د خوځښت له وړتیا یا مانور، له هوا څخه هوا ته د توغندیو توغونې له سیستم سره تړاو لري او د همدې په ذریعه د جګړې پر فضا تسلط ترلاسه کوي.

د بلې الوتکې مخنیوی کوونکې جنګ کوونکې
مخنیونکې الوتکه د دې لپاره طرحه شوې وي چې د دشمن د رانیږدې کېدونکې الوتکې سیمې ته د داخلېدو مخنیوی وکړي. دوه ډولونه لري : یو ډول یې سپکه وي، د چټک غبرګون لپاره جوړه شوې وي او عملیات هم په لنډ واټن کې کوي؛ دوېم ډول یې درنده الوتکه وي، بریښنایي سیستم (رادار او داسې نور) یې ډېر پرمختللی سیستم وي، په اوږده واټن کې د شپې او ورځې او هر ډول هوا کې عملیات ترسره کولای شي.

د شپې او هر ډول هوا کې جنګ کوونکې
که چېرې یوه جنګ کوونکې یوازې د ورځې لخوا د جنګ لپاره په وسایلو مجهزه شوې وي نو په خرابه هوا او شپه کې عملیات نشي ترسره کولای. د شپې لخوا جنګ کوونکې د لمړۍ نړیوالې جګړې پر مهال طرحه شوې وه، د وخت په الوتکو کې اضافي وسایل کارېدلي وو تر څو پیلوټ سره په سیده الوتنه کې مرسته وکړي، په لار موندنه او هدف موندنه کې مرسته ورسره وکړي. د وخت په الوتکو کې یې تر ټولو ښه بېلګه په ( Royal Aircraft Factory B.E.2c) الوتکه کې اضافه شوې وړتیا وه.

ستراتیژیکه جنګ کوونکې
دا ډول جنګ کوونکې درنده خو د زیات سرعت لرونکې، په درندو وسلو سمباله الوتکه وي، په اوږده واټن کې الوتنه ترسره کولای شي. د دې وړتیا لري چې لویې بم غورزونکې الوتکې سره هوا کې ملتیا وکړي او بم غورزونکې د نورو الوتکو له برید څخه وژغوري. لویې بم غورزونکې د خوځښت وړتیا یا د مانورونو وړتیا، زیات سرعت نلري او له همدې امله زیان مننونکې دي او د جنګ کوونکو الوتکو مقابل کې د ځان د دفاع وړتیا نشي لرلای. د ساتنې لپاره یې ستراتیژیکه جنګ کوونکې ملتیا کوي. ستراتیژیکه جنګ کوونکې په لمړي ځل د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال طرحه شوې. د جګړې له دوام سره نور تخنیکونه لکه د ټانک په نښه کول او داسې نور پکې اضافه شول.

د شپږم نسل الوتکې
په ۲۰۲۰ لسیزه کې فرانسې، جرمني، جاپان، روسې هند او متحده ایالتونو د شپږم نسل الوتکې طرحه او د تولید اعلان وکړ. فرانسې او جرمني په ګډه د شپږم نسل د الوتکو د جوړونې پروګرام پیل کړی او غواړي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د یورو ټایفون، ډسټ رافایل، پاناویا ټورناډوس تقاوت کړي او د شپږم نسل الوتکې یې ځای نیونکې شي. د الوتکې ماشین جوړول یې د ( Safran and MTU Aero Engines. Thales) ګډه پروژه ده خو (MBDA) هم د ونډې په لټه کې دی. په ۲۰۱۹ کې هسپانیا هم هڅه پیل کړه چې په دې پروګرام کې ونډه واخلي. متحده ایالتونه هم هڅه کوي چې د خپل سمندري ځواک (F/A-18E/F Super Hornets) الوتکو ځای نیونکې د شپږم نسل الوتکې کړي.
Sukhoi T-50 Maksimov
Sukhoi T-50, b/n 51.

F-35A flight (cropped)
F-35A flight By U.S. Air Force photo by Master Sgt. Donald R. Allen

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons