Flow chemistry – کیمیاوي جریان
په کیمیاوي جریان کې، یو کیمیاوي تعامل په پایپونو کې په دوامداره توګه د جریان له لارې تر سره کیږي. یو پمپ تعامل کوونکې مایع ته په پایپونو کې حرکت ورکوي او د پایپونو خولې هم له یوې بلې سره وصل وي، په جریان کې مایعات له یو بل سره اړیکه کې کیږي او که چېرې تعامل کوونکې وي نو د جریان پر وخت تعامل ترسره کیږي. په کیمیاوي جریان کې دواړه د زیات او کم تولید لپاره یاد تخنیک کارېدای شي. کوم تولید چې د دې تخنیک له لارې په لابراتوارونو کې ترسره کیږي وسیالو یا الو ته یې د مایکروریکټر (microreactors) نوم اخلي.
په کیمیا کې تعامل په دوه ډوله ترسره کیږي یو ډول د جریان له لارې (Flow)، او بل ته (Batch production) وایي – بچ پروډکشن کې د تعامل بهیر یو ده خو د تعامل ترسره کولو لپاره څو ډوله عملیې ترسره کیږي. ټولې عملیې هم په یو وخت کې نه ترسره کیږي بلکې په هر توکي یوه له بلې وروسته په ټاکلي وخت کې ترسره کیږي خو په کیمیاوي جریان کې بیا ټولې عملیې په ټولو توکو په یو وخت کې ترسره کیږي. همداسې په کیمیاوي جریان کې په کومو توکو چې عملیات ترسره کیږي په جلا برخو نه وېشل کیږي خو په بچ پروډکشن کې بیا ټول توکي سره جلا کیږي او د پېژندلو وړ وي.
د تعامل سټیو کیومیټري (Reaction stoichiometry) په انګرېزۍ کې سټیو کیومیټري یوه کیمیاوي اصطلاح ده او د دوه تعامل کوونکو توکو د مقدار ترمنځ اړیکه ښي په بله مانا سټیو کیومیټري په یوه کیمیاوي تعامل کې د تعامل کوونکو او تولید محاسبه ده.
په بچ تولید کې سټیو کیومیټري د کیمیاوي موادو په غلظت (chemical reagents) او په حجمي نسبت (volumetric ratio) تعریف کیږي. په کیمیاوي جریان کې سټیو کیومیټري د کیمیاوي موادو په غلظت او د جریان په نرخ تعریف کیږي. په بچ تولید کې د پاتې کېدو وخت د تودوخې له اړتیا سره تړاو لري خو په کیمیاوي جریان کې د جریان او کارونې له وخت سره تړاو لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!