Fuselage – د الوتکې تنه

په انګرېزۍ کې د الوتکې تنې ته (Fuselage) نوم اخلي یاد لفظ د فرانسوۍ ژبې له (fuselé) څخه اخیستل شوی دوه مانا ګانې لري هر هغه راډ ته ورته شکل چې پای یې مخروطي شوی وي، هر هغه راډ ته ورته شکل چې د محور په توګه کاریږي کوم چې خپله تاويږي او یا هم بل څه له یاد شکل څخه تاویږي.
 
د الوتکې تنه د الوتکې اصلي یا عمده برخه ده کومه کې چې سپرلۍ یا مساپر، د الوتکې پیلوټان او کار کوونکي او وسایل انتقالیږي. کومې الوتکې چې یو ماشین لري نو ډېر وخت یې ماشین د الوتکې په تنه کې وي. کومې الوتکې چې په اوبو کې ناسته کولای شي د الوتکې له تنې سره لاندې بله نښتې برخه وي کومې ته چې انګرېزۍ کې (pylon) نوم اخلي او ماشین په همدې برخه کې په تنې پسې نښلول شوی وي دا ډول الوتکې چې کله په اوبو کې ناسته کوي همدا برخه یې د کیشتۍ د سینې په توګه کاریږي کومې ته چې انګرېزۍ کې (hull) نوم اخیستل کیږي – هل په انګرېزۍ کې د کیشتۍ سینې یا اوبو کې ډوبې برخې ته وایي. په الوتکه کې تنه د توازن د رامنځته کولو برخه هم ګڼل کیږي.
 
دا جوړښت په ډېرو د سپک وزن الوتکو کې کارېدلای. دجوړښت جوړونې لپاره د پولاد ویلډینګ شوي تونلونه کاریږي. ځینې خلک یې له لرګیو هم جوړوي او یاد چوکاټ ته د کلکو تختو پوښ ورکوي.
 
Geodetic airframe
دالوتکې د تنې د جوړښت یو ډول ده کوم چې د انګلستان بارنس والیس (Barnes Wallis) په ۱۹۳۰ لسیزه کې طرحه کړی وو. په یاد جوړښت باندې په ۱۹۰۹ کال کې (Prof. Schütte for the Schütte Lanz Airship LS) هم کار کړی. په جوړښت کې ټرس ته ورته شکل کارېدلی خو بنسټ یې دوه منحني کرښې دي.
 
Monocoque shell
په دې طریقه کې د الوتکې د تنې بهرنۍ سطحه هم بنسټیز جوړښت ده. د دې جوړښت تر ټولو لمړنۍ بېلګه (Lockheed Vega) الوتکه ده او تر ټولو وروستۍ بېلګه یې د انګلستان (de Havilland Mosquito) الوتکه ده. په لویو الوتکو کې له دې جوړښت سره د پلاستیکي سپنج پوښ او له یاد پوښ سره (fiberglass covering) کاریږي.
 
د الوتکې په تنه کې کارېدلي توکي
پخوا وخت کې د دوه وزرو لرونکو الوتکو تنه له لرګیو جوړیده او د لرګیو چوکاټ ته د وسپنې د څادر او یا تختو پوښ ورکول کېده خو کله چې د یوه وزر لرونکې الوتکې جوړې شوې د تنې ټوله برخه له فلز څخه جوړېده مګر عصري الوتکې له مرکبو توکو جوړې شوي او په هره الوتکه کې توپیر لري. د بېلګې په توګه په بوینګ ۷۸۷ الوتکه کې د تنې لویه برخه له غټو کړکیو او ښیښو جوړه شوې کوم چې د الوتکې وزن کم کړی او کم وزن یې د الوتنې لګښت کم کړی.
 
د الوتکې ښیښې
د غټو الوتکو مخکینۍ ښیښې باید د مرغانو له ټکر سره مقاومت لرونکې وي. د مقاومت کچه یې باید تر (350 kt) پورې وي. معمولا د الوتکې ښیښه درې برخې لري او په کیمیاوي توګه کلکې شوې ښیښې وي. طبقې یا برخې پلاستیک یا ښیښه ده. داخلي طبقه یا برخه یې تر ۸ ملي متره پورې ډبله او بهرنۍ طبقه یې تر ۳ ملي متره پورې ډبله وي. د هایدروفوبیا (hydrophobia) پوښ لري ترڅو د الوتکې داخل ته د غبار یا لړې د داخلیدو مخنیوی وکړي
 
د کابین ښیښې له څو ښیښه اي قابونو جوړې شوې وي بهرنۍ برخه یې د کابین تر فشار څخه د څو ځلې زیات فشار مقاومت لري. که چېرې اکریلیک ښیښه پکې وکاریږي نو ډېره ژر پتي کیږي خو د پتي لرې کولو لپاره ځانګړی پالش لري کوم چې تر درې کالو پورې کار کوي.
 
د وزرو ادغام
په فلاینګ وېنګ (Flying wing) الوتکو کې وزرې له تنې څخه جلا نه وي بلکې تنه د وزرو برخه وي لکه په ( Northrop YB-49 Flying Wing and the Northrop B-2 Spirit bomber) الوتکو کې. په ځینو الوتکو کې وزرې سره جلا نه وي او په (blended wing body) الوتکو کې پورته دواړه ډولو سره ګډ وي لکه په الوتکه کې .

737-700f
Southwest Airlines 737-700 N791SW as delivered 26 December 2000 animated illustration of fuselage.
Glider fuselage schematic
Glider fuselage schematic
CubCrafters Fuselage
CubCrafters Fuselage By FlugKerl2
Boeing 747 Le Bourget FRA 002
Boeing 747 Le Bourget FRA 002 By ignis
Fuselage Piper PA18
Fuselage Piper PA18 By Christoph von Blücher
Vickers Wellington Mark X, HE239 'NA-Y', of No. 428 Squadron RCAF (April 1943)
Vickers Wellington Mark X, HE239 ‘NA-Y’, of No. 428 Squadron RCAF (April 1943) By RAF
Airbus A340 Intérieur Fuselage Arrière
Airbus A340 Intérieur Fuselage Arrière By Sovxx

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons