Gambian pouched rat – د ګامبیا کڅوړه لرونکې مږه

د ډول علمي نوم یې (Cricetomys gambianus) ده. د افریقا دغټې کڅوړه لرونکې مږې (African giant pouched rat) په نامه هم یادیږي. په کریسټومیس نسل (genus Cricetomys) کې شامله ده. د سترګو لید یې کمزوری ده د بوي په حس او اورېدو باندې خپل فعالیت کوي. په خوله کې کڅوړه لري. له یو تریو نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. تر ۲۰ غړو پورې په ډله یا کالونۍ کې ژوند کوي. هر څه خوړونکې ده. خپل ځان په شنو، حشرو، حلزون او چنګاښ تغذیه کوي خو په خوړو کې خرما غوره ګڼي.
 
په یوه ورځ کې تر یو کیلو ګرامه زیات مغزي او نورو خواړه په خپله کڅوړه کې ساتلای شي او د ځمکې لاندې خپلو غارونو ته یې د ذخیره کولو لپاره له ځان سره وړي. په خپلو غارونو کې یوه عمومي لار او مختلفې خونې جوړوي. یوه خونه یې د خوب او نورې د خوړو د ذخیره کولو لپاره کاروي. د ۵ او ۷ میاشتو تر منځ جنسي بلوغیت ته رسیږي. په هرو ۹ میاشتو کې تر څلو ځلو پورې بچیان زېږوي او هر ځل کې تر شپږو بچیانو پورې زېږولای شي. نران یې خپلې سیمې ټاکي او که بل نر په خپله سیمه کې پیدا کړي برید پرې کوي.
  • ساینسي ډلبندي
    کېنګډم ژوي
    فایلم کورډاټا
    کلاس تی لرونکي
    ډله شخوند وهونکي
    کورنۍ نیسوما ایډای
    فرعي کورنۍ کرېسېټومي اینای
    نسل کرېسېټومیس
CrycetomysGambianus Apsilia
Apsilia, our cricetomys gambianus (giant poutched rat). Photo by Laëtitia Dudous

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons