Ganlea megacanina – ګانلیا مېګا کانینا

یو فوسیل لومړنی ژوی ده چې نسل یې له منځه تللی. د امفي پیتې سیدای کورنۍ (family Amphipithecidae) کې ډلبندي شوی. د ایوسین وخت (Eocene Epoch) په منځ کې (۳۸ میلیونه کاله وړاندې) د اسکلیټ برخې یې موندل شوي چې لاندې زامه او شپږ ورڅخه جلا شوي غاښونه دي. دا فوسیل په مرکزي میانمر چې پخوا برما نومېده پیدا شوی. د غاښونو د مطالعې له مخې په امفي پیتې سیدای کورنۍ (family Amphipithecidae) کې ډلبندي شوی ځکه چې د غاښونو ځانګړنې یې همدې کورنۍ سره تړاو لري : د غاښونو سرونه یې لکه د ارې واړه غاښونه لري چې په انګرېزی کې (crenulations or serrations) ورته وېل کیږي، دویمه ځانګړنه یې داده چې غاښونه یې له لاندې خوا پورته خوا ته د حجم ډېر غلظت لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons