Gaur – د هند وحشي غوییز

د نسل علمي نوم یې بوس ګوروس (Bos gaurus) ده، د غوییزو مختلف ډولونه دي، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده، دا وحشي غوییز د هند، جنوب شرقي اسیا او د مالایا په ټاپوزمې په غریزو ځنګلونو کې اوسیږي. د بدن کچه یې له نورو وحشي غوییزو غټه ده. لوړوالی یې د مخکنیو پښو په ولیو کې ۱۸۰ سانتي متره (۶ فټه) ته رسیږي، ډبل ښکرونه او شنې سترګې لري، سرونه یې سپین وي او همداسې پښې یې سپین ټاکي یا نښانونه لري. غویان یې تېز نصواري رنګ او یا تور رنګ لري خو غواګانې یې سور نصواري رنګ لري. تعداد یې له پخوا ډېر کم شوی. خو په میانمر یا برما، هند مالیزیا او تایلنډ کې اوس هم د ګلې په توګه ګرځي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons