Gazelle – ګزېله
د منځنۍ کچې انتېلوپ دي، اوږدې غاړې لري او د ډېرو رنګ زېړ رنګه نصواري ، خېټه یې سپینه وي. په اسیا کې له چین تر د عربو ټاپوزمې پورې په وچو سیمو کې؛ په شمالي افریقا کې له سهارا تر د سهارا ساحل پورې؛ په جنوب شرقي افریقا کې د افریقا له هارن ټاپوزمې تر تانزانیا پورې ژوند کوي. ډېری ګزېلې د ګزېلې په نسل (genus Gazella)، د بوویدای په کورنۍ (family Bovidae) او د ارتیو دکتیلا په ډله (order Artiodactyla) کې ډلبندي شوي.
ګزېلې په وچو سیمو کې د ژوند کولو سره بلدې دي او په صحرا، نیمه صحرا، د لوړو غرونو په شنو سیمو کې ژوند کوي. بدن یې دا وړتیا لري چې د هغو بوټو له پاڼو څخه اوبه جذب کړي کومې یې چې ورځني خواړه دي. کله چې تودوخه زېاته شي نو د شپې لخوا یا سهار وخته چې کله ونې او بوټي زېات لوندوالی لري خوراک کوي او د ورځې لخوا له تودوخې ځان پټوي. که چېرې بدن کې یې تودوخه زېاته شي نو د پوزې له لارې ژر ژر تېز نفس اخلي (rapid nasal panting) چې له دې سره یې په بدن کې تودوخه کمیږي.
باور کېده چې د ګزېله په نسل کې ۱۴ ډوله شامل دي خو اوس د ګزېلې په توکم انتي لوپیني (tribe Antilopini) کې د ټیکزانومي (taxonomy) متخصصان د فیلو جنیتیک (phylogenetic) اړیکې لپاره جنیتیکي تخنیکونه کاروي. (ټیکزانومي د ساینس د ډلبندۍ څانګه چې د غړو د ډلبندۍ مطالعه کوي؛ فیلو جنیتیک د یو ډول یا یو ګروپ د تکامل بشپړتیا ښي). متخصصان اوسمهال په دې باور دي چې ګزېلو له مختلفو پلرونو ریښه اخیستې او له همدې امله یې دافریقا د ګزېلو شپږ ډوله له دې توکم څخه لرې کړل او په دوه مختلفو نسلونو کې یې ډلبندي کړې.
د تر ټولو غټو ګزېلو درې ډوله (the dama gazelle, Grant’s gazelle, and Soemmering’s gazelle) چې مخکې ګمان کېده د ګزېلو فرعي نسل ده په نانګر نسل (genus Nanger) کې ډلبندي کړې؛ د وړو ګزېلو درې ډوله (Thomson’s gazelle, the red-fronted gazelle, and the Mongalla gazelle) یې په اودورکاس نسل (genus Eudorcas) کې ډلبندي کړې. په پخوانۍ ډلبندۍ کې اته ډوله یوازې او یوازې په افریقا کې پیدا کېدې، پنځه ډوله یې په اسیا کې او یو ډول یې په دواړه اسیا او افریقا کې خو په اوسنۍ اصلاح شوې ډلبندۍ کې ګزېلې لس ډوله لري چې درې د افریقا ډولونه دي، پنځه د اسیا ډولونه دي او یو ډول یې په دواړه افریقا او اسیا کې شته.
لکه د وچو سیمو د انتېلوپ په څېر ګزېلې یا موقتا کډوالې (migratory) کیږي او یا کوچیانې (nomadic) وي. ټولې ګزېلې ټولنیزې (gregarious) دي او رمه ګرځي. کله چې له یوې سیمې بلې سیمې ته کډوالې کیږي نو نر او ښځینه یې په ګډه رمه کې سفر کوي خو کله چې د جنسي نزدیکت موده وي نران له خپلو جوړو سره سیمې ټاکي او یو بل خپلو سیمو ته نه پرېدي. د ځینې ډولونو په نرانو کې یې د مخکنیو پښو په بوټ کې مرغړي (inguinal glands) او د سترګو د ساکت سره یا پاسه برخه کې مرغړي (preorbital glands) لري. دا مرغړي یا غدې یو ډول توره ماده ترشح کوي چې په بوټو، وښو او لرګیو باندې یې غورزوي او خپلې سیمې پرې ټاکي. خو ډېرې ګزېلې بیا خپلې سیمې د ادارو له لارې ټاکي. کوم ځای کې چې خپلې بولې پرېدي بل نر د جنسي نزدیکت په موده کې هغې سیمې ته نه ځي.
د اسیا ګزېله
د عربو ټاپوزمه د اصلاح شوې ډلبندۍ د ګزېلو د مختلفو ډولونو مرکز ګڼل کیږي. په دې سیمه کې شپږ ډولونه شته وو چې د ځینو نسل تر اوسه شته او د ځینو نسل له منځه تللی: د غره ګزېله (mountain gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella gazella) ده، د شګې ګزېله (goitred or sand gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella subgutturosa) ده، عربی ګزېله (Arabian gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella arabica) ده اوسمهال نسل له منځه تللی، سعودي ګزېله (Saudi gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella saudiya) ده یوازې کورنۍ شوې شته دي او وحشي نسل یې له منځه تللی، د شیبا ملکې ګزېله ( Queen of Sheba’s gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella bilkis) ده اوسمهال یې نسل له منځه تللی، دورکاس ګزېله (dorcas gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella dorcas) ده او له اسیا پرته په شمالي افریقا کې هم پیدا کیږي.
د شګې ګزېله د اسیا په ټولو صحرا ګانو کې تر چینه پورې پیدا کیږي خو شمېر یې ډېر کم شوی. د اسیا بل ډول چې هندۍ ګزېلې دي او د چینکارا (chinkara) په نامه یادیږي د ډول علمي نوم یې (Gazella bennetti) ده د هند او پاکستان په دښتو کې ژوند کوي.
په انتیلوپیني توکم کې د پروکاپرا نسل (genus Procapra) څو ډولونه هم شامل دي چې ګزېلې ورته وېل کیږي لکه د تبت ګزېله (Tibetan gazelle) د ډول علمي نوم یې (Procapra picticaudata) ده، د منګولیا ګزېله (Mongolian gazelle) د ډول علمي نوم یې (Procapra gutturosa) ده، پروسکي ګزېله (Przewalski’s gazelle) د ډول علمي نوم یې (Procapra przewalskii) ده. د دې ډولونو شمېر تقریبا تر یو میلیون څخه زېات ده چې د ټولو تی لرونوکو سومان یا بوټ لرونوکو څخه یې شمېر زېات اټکل شوی.
د افریقا ګزېله
افریقا درې ډوله ګزېلې لري لري خو څلورم ډول یې د اسیا او افریقا دواړو ګډ ډول ده. دوه ډوله یې د سهارا په شمال کې ژوند کوي. اتلس ګزېله (Atlas gazelle) چې په انګریزۍ کې ورته (Cuvier’s gazelle or edmi gazelle) نومونه هم اخیستل کیږي د ډول علمي نوم یې (Gazella cuvieri) ده او د اتلس سمندر په سیمه کې ژوند کوي. ریم ګزېله (rhim gazelle) چې د قلمي یا نازکو ښکرو ګزېله (slender-horned, gazelle) هم ورته وایي د ډول علمي نوم یې (Gazella leptoceros) ده، دا ګزېلې له صحرا سره ډېرې جوړې دي او د سهار په اېرګ (ergs) شګې لرونکې سیمه کې له مصر تر الجیریا پیدا کیږي؛ درېم ډول یې سپېک ګزېله (Speke’s gazelle) د ډول علمي نوم یې (Gazella spekei) ده او د سومالیا په هوارو ساحلي سیمو کې شته دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!