Gecarcinidae – ګېکار سېنېډای

ګېکار سېنېډای د ریښتیني چنګاښ کورنۍ ده کوم چې ځمکه کې له ژوند کولو سره بلدتیا لري. غړو ته یې د ځمکې چنګاښونه (land crabs) نوم اخلي. لکه د نورو چنګاښونو په څېر د ځمکې چنګاښونه هم مختلف برانشونه لري. له دې پرته برانشونه یې په کاسې، کلک قاب یا کاراپاس پوښل شوي وي او د وینې په رګونو مجهز وي. برانشونه یې لکه د شمزي لرونکو د سږو په څېر له هوا څخه اکسیجن فلټر کوي. بشپړ بلوغ ته رسېدلي چنګاښونه یې په ځمکه ژوند کوي خو ځانګړو مودو کې سمندر ته هم کوزیږي. د ځمکې چنګاښونه د هر څه خوړونکي (omnivores) دي او کله نا کله کرنې ته د پام وړ زیان اړوي. د ډېرو چنګاښونو یو پښه تر نورو پښو غټه وي.

مستطیل ته ورته بدن لري. د امریکا په تودو سیمو او لوېدیځې افریقا کې ژوند کوي. ځینې ډولونه یې ځمکه کې تر ۸ کیلو متره پورې ننوځي. وزن یې تر ۰.۵ کیلوګرامه او اوږدوالی یې تر ۱۱ سانتي متره پورې رسیږي.


ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
کلاس  مالاکوستراکا
ډله دیکا پودا
له ډلې لاندې براکیورا
لمړۍ کورنۍ ګراپسو ایډیا
کورنۍ ګېکار سېنېډای

په ګېکار سېنېډای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي :

  • Cardisoma
  • Discoplax
  • Epigrapsus
  • Gecarcinus
  • Gecarcoidea
  • Johngarthia
  • Tuerkayana
The land crab Gecarcinus quadratus at Carillo beach in Guanacaste, Costa Rica

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons