Gelada – جېلادا
علمي نوم یې تېرو پیتېکوس جېلادا (Theropithecus gelada) ده، بابون ته ورته غټه بیزو ده، له بابون بیزو سره یې توپیر داده چې د پوزې سوري (nostrils) یې له اوربوز سره فاصله کې دي خو د بابون بیزو د پوزې سوري له اوربوز سره بې فاصلې دي. د ایتوپیا په غرونو کې ټولنیز ژوند کوي. د ورځې لخوا فعال او په ځمکه ژوند کوونکي دي. خواړه یې واښه، ریښې او پاڼې دي.
لومړنۍ بیزوګانې دي، د بدن رنګ یې خړ نصواري ده، نر یې اوږده وېښته لري، د بدن اوږدوالی یې تر ۷۰ سانتي متره او وزن یې تر ۱۹ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په ډله کې یې یو نر او ډېر ښځې وي او ډېر وخت ډلې خپله کې سره یو ځای کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!