Genus – نسل

نسل د ډلبندۍ یوه رتبه ده کومه چې په بیولوجیکي ډلبندۍ کې، په اوسمهال کې د ژوندیو او فوسیلي ژو او ویروسونو لپاره کاریږي. په ډلبندۍ کې نسل له کورنۍ لاندې او ډول پورته وي. د ژو علمي یا ساینسي نوم له دوه کلیمو جوړ وي لمړۍ کلیمه یې د نسل نوم وي او دوېمه کلیمه یې ډېر وخت لاتیني او کله کله یونانۍ وي. د بېلګې په توګه پانتېرا نسل (genus Panthera) دوه ډولونه لري یو ډول یې زمری ده او علمي نوم یې (Panthera leo) ده، بل ډول یې (Panthera onca) ده کوم چې امریکا پیشوپړانګ (jaguar) ده. همداسې پانتېرا په فېلیدای کورنۍ (family Felidae) کې یو نسل ده.
 
د انګرېزۍ (genus) کلیمه له لاتیني اخیستل شوې مانا یې یې اصل، ډول، ګروپ ده. په ۱۷۵۳ کې یې کارونه لينئوس په خپل کتاب ( Species Plantarum) کې دود کړه. خو د نسل کلیمې د مفهوم بنسټ ایښودونکی د فرانسې بوټپوه جوزېف پیتون دو تورنفورت ۱۶۵۶–۱۷۰۸ ګڼل کیږي.
File:Biological classification L Pengo vflip.svg

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons