Giant pouched rat – غټې کڅوړه لرونکې مږې

د کریسټومیس نسل (genus Cricetomys) ده. مخکې د ریښتینو مږو او موږکانو په موریډای کورنۍ کې (Muridae) ډلبندي شوې وې خو له مالیکولي مطالعې وروسته اوسمهال په نیسومي ایډای کورنۍ (family Nesomyidae) کې ډلبندي شوي. د افریقا د سهارا په فرعي سیمو کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۲۵ تر ۵۴ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې له ۳۶ تر ۴۶ سانتي متره پورې اوږدیږي. له یو تر یو نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي.
 
د شپې لخوا ژوند کوونکې (nocturnal) دي، هر څه خوړونکې (omnivorous) دي. له سوېلې افریقا پرته په ټوله سب سهارا کې پیدا کیږي. په ځنګلونو، ونو لرونکو سیمو او باغونو کې پیدا کیږي چېرې چې د ورځې لخوا ونو ته خیژي تر څو میوه وخوري. په لندو سوري لرونکو سیمو کې پټیږي، له یو تر پنځو پورې بچیان زېږوي.
Genus Cricetomys – giant pouched rats

  • ساینسي ډلبندي
    کېنګډم ژوي
    فایلم کورډاټا
    کلاس تی لرونکي
    ډله شخوند وهونکي
    کورنۍ نیسوما ایډای
    فرعي کورنۍ کرېسېټومي اینای
    نسل کرېسېټومیس
Crycetomis emini
Photo of a pet african Pouched Rat, Crycetomis emini. Photo by SpinyMice

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons