Goral – ګورال
وزې ته ورته انتېلوپ دي، د وکورنۍ نوم یې بوویدای (family Bovidae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (order Artiodactyla) ده. اصلي ځای یې د هند، روسې او میانمر یا برما لوړ غرونه دي. په روسیه تر لرې شرق پورې شته. وزن یې تر ۲۲–۳۲ کیلو ګرامه (۴۸–۷۰ پونډه) پورې او قد یې تر ۵۵–۸۰ سانتي متره (۲۲–۳۱ انچه ) پورې رسیږي. د بدن رنګ یې له خړ تر روښانه سور پورې شته. دواړه نر او ښځه یې په جوړښت کې یو بل ته ورته دي خو د بدن په کچه کې نر ډېره کمه اندازه له ښځې غټ وي.
ګورال انتېلوپ شخوند وهونکي دي چې له خوړو وروسته پرې شخوند وهي. سېرو (serow) ته ډېر ورته والی لري خو توپیر یې د سر د کاسې په جوړښت او د بدن په کچه کې ده (ګورال له سېرو څخه په کچه کې واړه دي). له دې پرته یې په سترګو کې د سترګو له ساکت یا د سترګې د ګاټي له پاسه مرغړی (preorbital glands) نشته. د ګورال نر یوازې خو ښځې یې له وړو نرانو یا بچیانو سره په وړو رمو کې ژوند کوي. د جنسي نزیکت وخت یې په مني کې ده او د اومیندوارۍ نېټه یې تر ۶ میاشتو پورې ده او یو بچی زېږوي.
د ساینس د ډلبندۍ عصري څانګه یا ټیکزانومي (taxonomy) د ګورال درې ډوله ګورال منلي: سور ګورال (red goral) د ډول علمي نوم یې (Naemorhedus baileyi) ده کوم چې د هند، میانمر او تبت ترمنځه په یوه وړه سیمه کې ژوند کوي؛ د اوږدې لکۍ ګورال (long-tailed goral) د ډول علمي نوم یې (Naemorhedus caudatus) ده کوم چې له جنوبي اسیا تر شرقي سایبیریا پورې شته دي؛ د هیمالیا ګورال (Himalayan goral) د ډول علمي نوم یې (Naemorhedus goral) ده او د هیمالیا په ټوله سیمه کې پېدا کیږي. د دوه لمړي ډولونو نسل یې له منځه تلو سره مخ ده او شمېر یې ډېر کم ده مګر درېم ډول یې تر اوسه په خپله سیمه کې پرېمانه دي. ډېر خلک یې د درملو جوړلو او غوښې لپاره ښکار کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!