Grassland – وښیزې دښتې

وښیزې دښتې هغه سیمې دي چېرې چې د پو اېسیای (Poaceae)، سایپر اېسیای (Cyperaceae)، جنک اېسیای (Juncaceae) کورنیو ګیا تر نورو بوټو زیاته ځمکه پوښلې وي او د دې تر څنګ د رشقې، شوتلې او نورو وښو مختلف تناسب پکې موجود وي. طبیعي وښیزې دښتې پرته له انترکتیکا په ټولو لویو وچو کې شته دي. د نړۍ په ډېری اېکو سیمو کې وښیزې دښتې موجودې وي.
 
د وښیزو دښتو د وښو لوړوالی په هره سیمه کې توپیر لري لکه د چاک وښیزو دښتو واښه ډېر ټیټ دي خو د شمالي او سوېلې امریکا په وښیزو دښتو او د افریقا په ساوانا یا ونو لرونکو وښیزو دښتو کې واښه ډېر لوړ دي. په ځینو وښیزو دښتو کې ممکن بوټي او ونې هم شنې شي کوم ته چې د ساوانا (savanna) نوم اخیستل کیږي. ګل لرونکې ونې، ګل لرونکي بوټي او واښه په هغو سیمو کې ښه شنه کیږي چېرې چې کلنۍ ورښت له ۵۰۰ تر ۹۰۰ ملي متره ( ۲۰ تر ۳۵ انچه) پورې وي او تودوخه له ۵ تر ۳۰ °C پورې وي.

Grasslands-menggu
The Mongolian-Manchurian grassland region of the eastern Eurasian Steppe. Photo by Shizhao
Konza1
A tallgrass prairie in the Flint Hills, northeastern Kansas.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons