د ډول علمي نوم یې (Thryonomys swinderianus) دی. د ګني د موږک له دوه ډولونو یو ډول دی. د افریقا شخوند وهونکی ژوی دی. وزن یې تر ۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي او بدن یې تر ۶۱ سانتي متره پورې اوږدیږي، په اوږدوالي کې یې لکۍ نده شامله او لکۍ یې تر ۲۶ سانتي متره پورې اوږده وي. پڅ بې څوکې پوز، واړه غوږونه او بورس ته ورته ګڼ شخ وېښته لري. د بدن رنګ یې نسواري وي. سهارا په بې ځنګلو فرعي سیمو کې ژوند کوي پرته له نامیبیا د سوېلې افریقا او بوټساوا په ډېرو برخو کې شته دي.د سیندونو په اوږدو کې، بندونو او ډنډونو سره او یا هم ګني ته ورته ساقو کې ژوند کوي.
Post Views: 262
Comments
So empty here ... leave a comment!