Grizzled giant squirrel – ایره یي غټ نولی
بل نوم یې (Malayan giant squirrel) ده. د ډول علمي نوم (Ratufa macroura) یې ده. په سکیوریډای کورنۍ (family Sciuridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په راتوفا نسل (genus Ratufa) او راتوفینای فرعي کورنۍ (subfamily Ratufinae) کې شامل ده.
په هند او سریلانکا کې پیدا کیږي. د ښکار له امله یې نسل کم شوی. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۲۵ تر ۴۵ سانتي متره پورې رسیږي، د لکۍ اوږدوالی یې تقریبا له تنې سره برابر وي. منګولې یې څلور ګوتې او یوه وړه غټه ګوته لري. خواړه یې د مرغانو هګۍ، حشرې، مغزي، میوې او د ونو پوستکی ده. ډېر کم وخت له ونو ځمکې ته کوزیږي. له ښکاري ژو د تیښتې لپاره، د بل نولي له برید څخه د تیښتې لپاره او یا هم د مثل تولید پر وخت له ښځې سره د یو ځای کېدو لپاره له ونو ځمکې ته کوزیږي. ځواکمن لید لري خو سم اورېدل نشي کولای. په سباون او ماښام کې د نږدې اوسیدونکو غړو سره د خبرو لپاره لوړ غږ کوي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
فرعي ډله | سکیورومورفا |
کورنۍ | سکیوریډای |
فرعي کورنۍ | راتوفینای |
نسل | راتوفا |
Comments
So empty here ... leave a comment!