Ground squirrel – ځمکنی نولی یا ډانګلکی
په ځمکه د ژوند کوونکو شخوند وهونکو ژو ۶۲ ډولونه دي. اوږده تنه لري، د ورځې لخو فعال وي، لنډې پښې، لنډې منګولې او لنډ ګرد شوي غوږونه لري، لکۍ لنډه یا د منځنۍ کچې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې د ډولونو تر منځ توپیر لري، په خړ، غنم رنګه، زېړ نسواري، سور یا ډېر تېز نسواري رنګونو کې شته دي. ځینې ډولونه یې ثابت رنګ لري خو ځینې په خپلو رنګونو کې برګوالی، خاپونه او خالونه لري. د تنې لاندې برخه یې سپینه، خړه یا نسواري وي.
د ځمکې نولی معمولا هغو وړو شخوند وهونکو ژو ته کاریږي چې په ځمکه کې سمڅې باسي، د شمالي امریکا او اوراسیا په معتدله جغرافیایي عرضونو کې او د افریقا په وچو سیمو کې له خلاص چاپېریال سره تړاو لرونکي وي. په دې کې ۳۸ ډولونه د سمندر له سطحې نیولې تر ۴۰۰۰ متره پورې لوړوالي کې پیدا کیږي.
د افریقا څلور ډولونه د (genus Xerus) نسل جوړوي، د افریقا په شمال، سوېل او ختیځ کې په بې ونو او ډبریزو ځنګلونو او دښتو کې ژوند کوي. د اسیا په شګه لرونکې ساراګانو کې یو ډول اوسیږي کوم چې د (genus Spermophilopsis) نسل جوړوي ، د متحده ایالتونو او مکسیکو په ساراګانو کې پنځه ډوله پیدا کیږي کوم چې په (genus Ammospermophilus) نسل کې ګروپ شوي.
ډېری هغه نولیان چې په معتدله سیمو کې ژوند نکوي هر څه خوړونکي دي لکه حشرې، شنه بوټي، میوې، ملخان، د پتنګانو لاروا بچیان، د هیلۍ بچیان او هګۍ، چونګښې او مردار شوي ژوي. ځینې ډولونه یې ټول کال فعال وي او ځینې ډولونه یې د ژمي خوب کوي. لکه د (Spermophilus) ډول، په ژمې کې یې د بدن تودوخه له ۳۷ °C څخه ۳ ته راکوزیږي، د زړه ضربان یې په دقیقه کې له ۲۰۰ څخه ۳ ته کمیږي، په دقیقه کې یې له ۵۰ ځلې ساه اخیستنې ۴ ځله ساه اخیستنې ته شمېر کمیږي.
کوم چې په معتدله سیمو کې ژوند کوي ټول کال فعال وي. خواړه نه ذخیره کوي. پنځه نسلونه یې (Dremomys, Lariscus, Menetes, Rhinosciurus, and Hyosciurus) پرته له فلپاین څخه د سوېل ختیځې اسیا په ځنګلونو کې پیدا کیږي. ځینې یې په غارونو کې او ځینې د ونو په سوریانو کې ځالې جوړوي. خواړه په هر ډول کې توپیر لري خو ټول ارتروپوډ خوړونکي دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!