Hamster – غټ موږک

د کریسیټینای فرعي کورنۍ (subfamily Cricetinae) ده. د اوراسیا ۱۸ ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. د خولې په داخل کې کڅوړه یا کیسه لري او خواړه پکې ذخیره کوي. د سوریې سرو زرو ته ورته زېړ غټ موږک (golden hamster) علمي نوم یې (Mesocricetus auratus) ده په کورونو کې د کورني ژوي په توګه ساتل کیږي. غټ موږکان څورب بدن لري، لکۍ یې د بدن په پرتله ډېره لنډه وي، واړه ببر غوږونه او لنډې پښې او د پښو پراخې پنجې لري. د بدن رنګ یې له خړ نسواري تر سور نسواري پورې وي. د خېټې لاندې برخه یې هر ډول کې توپیر لري او رنګ یې له سپین تر خړ پورې وي. زونګریان غټ موږک ( Dzhungarian hamster) علمي نوم یې (Phodopus sungorus) ده او برګ لنډی غټ موږک (striped dwarf hamster) علمي نوم یې (Cricetulus barabensis) ده د ملا د تیر له پاسه تېز رنګ کې کرښه لري چې له سر تر لکۍ پورې اوږده غزېدلې وي. لنډی سارایي غټ موږک (Dwarf desert hamsters) د (genus Phodopus) نسل جوړوي تر ټولو واړه دي او اوږدوالی یې له ۵ تر ۱۰ سانتي متره پورې رسیږي. تر ټولو غټ عام غټ موږکان (common hamster) دي، علمي نوم یې (Cricetus cricetus) ده، د بدن اوږدوالی یې تر ۳۴ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې تر ۶ سانتي متره پورې اوږدیږي.
 
غټ موږکان په بنسټیزه توګه د شپې لخوا فعال وي او یوازې ژوند کوونکي دي خو ځینې وخت سهار وخته او ماښام کې هم فعالیت کوي. د ختلو وړتیا نلري خو کندې او غارونو وېستنې کې ښه وړتیا لري. غارونه یې د ننوتون لپاره یوه یا څو لارې لري. غارونه یې د ځالې جوړولو لپاره خونې لري. برګ ببر پښی غټ موږک (striped hairy-footed hamster) علمي نوم یې (P. sungorus) ده د پیکا غارونو کې خپله ځاله جوړوي. خواړه یې غلې دي خو میوه، ریښې او د بوټو شنې برخې هم خوري. په ژمي کې خوب نه کوي خو ځینې یې درواغجن مرګ (torpor) په ژمي کې تجربه کوي – درواغجن مرګ د داسې خوب حالت چې په ذهني او فزیکي توګه غېرې فعال وي. درواغجن مرګ یې له څو ورځو تر څو اوونیو پورې دوام کوي. د مثل د تولید موده یې له اپرېل تر اکتوبر پورې وي. په کال کې له دوه تر پنځه ځلو پورې بچیان زېږوي او هر ځل کې له یوه تر دیارلسو پورې بچیان زېږولای شي. د بلابښت موده یې له ۱۳ تر ۲۲ ورځو پورې وي.
 
په شمال کې له اروپا نیولې په ټوله سایبیریا کې تر منګولیا او د چین له شمال څخه تر کوریا پورې پیدا کیږي او په سوېل کې له سوریې تر پاکستانه پورې شته دي. د سارا ګانو پولو کې، د شنو لرونکې شګه کې، ډبریزو غونډیو کې ژوند کوي. په هغو درو کې چې سیندونه لري هم شته وي. ځینې ډولونه یې په کرنیزو پټیو کې ژوند کوي

Pearl Winter White Russian Dwarf Hamster - Front
Front of a Pearl Winter White Russian Dwarf Hamster. Photo by Jpbarrass
Campbells dwarf
A Campbell’s dwarf hamster, showing its dorsal stripe. Author of image : Hamster S.A
Syrian hamster filling his cheek pouches with Dandelion leaves
A Syrian hamster filling his cheek pouches with Dandelion leaves. Photo by Peter Maas
Die vergleichende Osteologie (1821) Cricetus cricetus
skeleton of European hamster. Author of image Pander, Christian Heinrich, 1794-1865
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons