Hébertist – هېبرتیست
په فرانسوۍ کې (Hébertiste) لیکل کیږي او (Exagéré) هم ورته ویل کیږي انګرېزي مانا یې (Exaggerator) ده او پښتو مانا یې افراطي یا افراط کوونکی ده. د فرانسې د انقلاب په وخت کې ټول هغه افراطي ګروپونه وو چې د جک رونې هېبر (Jacques-René Hébert) ملاتړ یې کوه. جک رونې هېبر د یوه انقلابي حکومت غوښتنه کړې وه، د عیسویت ضد وو، همداسې د جېرونده (Girondists) او نورو منځلارو ضد وو او غوښتل یې چې ټولې منځلارې ډلې له منځه وېسي.
د ۱۷۹۲ کال په اګسټ کې یوې ډلې شپاړسم لویي پاچا (Louis XVI) له تویلوري (Tuileries) څخه وتښتوه او په یوه عبادتخونه کې یې زنداني کړ. دې ډلو غوښتل چې په پټه مرموزه توګه زندان کې پاچا مړ کړي. خو کله چې د (Temple of Reason) په مشرۍ انقلابي حکومت بشپړ واک ته ورسېده د هېبر ملاتړي یې خطرناک احساس کړل نو جک رونې هېبر یې سره له ۱۷ ملګرو ونیوه او د پټ پلان لرلو او خیانت په تور یې د ۱۷۹۴ کال د مارچ په ۲۴ سر ترې قلم کړ.
Comments
So empty here ... leave a comment!