House of Tudor – د ټوډور ماڼۍ
د انګلستان سلطنتي ماڼۍ وه له (Tudors of Penmynydd) کورنۍ څخه مطالعه شوې او تشرېح شوې. ټوډور پاچایانو پر انګلستان او د انګلستان اړوند سیمو پاچایي کړې چې په دې کې وېلز او ایرلنډ هم شامل وو. پاچایي له ۱۴۸۵ تر ۱۶۰۳ دوام کړی. په دې ټوله موده کې پنځه پاچایان تېر شوي په دې پاچایانو کې ( Henry VII, Henry VIII, Edward VI, Mary I and Elizabeth I) او همداسې (Lady Jane Grey) تر ۹ ورځو پورې پاچایي کړې. د دې ماڼې له پاچایانو وروسته (House of Plantagenet) او له دې وروسته (House of Stuart) واک ته ورسېدل. د ټوډور ماڼۍ لمړی پاچا اووم هنري وو. کله چې د ۱۴۵۵-۱۴۸۷ کلونو ترمنځ د (Wars of the Roses) په نامه جګړه ونښته په دې جګړه کې اووم هنري د درېم ریچارډ پوځ ته ماته ورکړه او خپل ځان یې پاچا کړ. ټوډور پاچایانو تر یوې پېړۍ زیاته موده پر انګلستان پاچایي وکړه.
Comments
So empty here ... leave a comment!