Hundred Years’ War – د سلو کالو جګړه

د فرانسې د (House of Valois) ماڼۍ او د انګلستان د (House of Plantagenet) ترمنځ له ۱۳۳۷ تر ۱۴۵۳ پورې د شخړو یوه لړۍ وه. په پخوا وخت کې پاچايي میراث پاتې کېده او انګریزانو فکر کوه چې د فرانسې پاچایي یې میراث ده او د همدې پاچايي په سر د دواړو جګړه پیل شوې وه. دواړو لوریو د جګړې ګټلو لپاره متحدین لټول تر څو په مخالف لوري برلاسي شي. په اروپا کې د پام وړ اوږده شخړه ګڼل کیږي په دې شخړه کې د اروپا په لویدیځ کې تر ټولو لویې پاچایي لپاره پاچایانو خپل پنځه نسلونه په جګړه بوخت کړي وو تر دې مخکې جګړه او واک یوازې د پاچا ګټې خوندي کولې خو دې جګړې د نشنلزم او هویت ارزښت ته لار هواره کړه.
 
جګړې خبرې څو پېړۍ وروسته ته بوتلې او پیل یې د انګلستان له هغو پاچایانو شو چې د فرانسې نورمان او و روسته انجوین وو او له همدې امله د انګلستان پاچایانو په فرانسه کې د ځمکو او پاچایي د میراث حق لره. فرانسویانو د انګلستان پاچایي د څار لاندې نیولې وه او کله به چې سلطنت په چارو کې بوخت شو نو د انګلستان ځمکې به یې سلب کولې په ځانګړې توګه کله چې انګلستان د فرانسې له متحد سکاټلنډ سره په جګړه کې بوخت وو فرانسې له دې فرصت د ځمکو د سلب کولو ګټه پورته کړه.
 
په ۱۳۲۸ کې چې کله د فرانسې څلورم چارلز مړ شو نو نه یې زوی لره او نه یې ورور لره تر څو پاچا شي، په ورته وخت کې ښځو د پاچا یي حق نلره. تر ټولو نږدې نر خپلوان یې د خور زوی د انګلستان درېم اډوارډ وو. د درېم اډوارډ مور د فرانسې اېزابیلا د چارلز خور وه. اېزابیلا د فرانسې پاچايي د خپل زوی حق وګڼه خو فرانسویانو دا ادعا رد کړه او د رد کېدو ترڅنګ یې دا ووېل چې اېزابیلا نشي کولای یو چا ته یو داسې څه وسپاري چې د اېزابیلا خپل شخصي ملکیت نه وي. په دې وخت کې سیاسي احساسات راوپارېدل او د فرانسې خلکو د بهرني شهزاده پر ځای یو فرانسوی پاچا لرل غوره وګنل. او بلاخره د چارلز په خپلوانو کې (Philip, Count of Valois) د فرانسې پاچا شو. په دې وخت کې انګرېزان په دې پوهیدل چې ادعا یې سمدلاسه نه ترلاسه کیږي. له بلې خوا فیلیپ وکتل چې فرانسویانو له اېډوارډ سره مخالفت وکړ نو له دې مخالفته یې ګټه پورته کړه او په فرانسه کې یې د اېډوارډ ټولې ځمکې غصب کړې او دې چارې اېډوارد یو ځل بیا د فرانسې د تاج ترلاسه کولو لپاره وهڅاوه او د پاچایي دعوا یې وکړه.
 
د دواړو تر منځ جګړه پیل شوه او په پیل کې انګلستان د فرانسې ډېرې ځمکې ونیولې فرانسې ته یې په ۱۳۴۶ کې د کرېسي په جګړه کې ماتې ورکړه، په ۱۳۵۶ کې په پواتیي جګړه یې د فرانسې پاچا ونیوه او بلاخره د پاچا د خلاصون لپاره فرانسې لوی تاوان ورکړ او د فرانسې لویه برخه یې درېم اېډوارډ ته پرېښودل. د جګړې پر مهال د فرانسې خزانې هم تشې شوې وې او په خلکو یې مالیات زیات کړل چې په کور دننه یې پاڅونونو ته لار هواره کړه. خو په ۱۳۶۴ کې چې کله پنځم چارلز د فرانسې پاچا شو نو چارلز وتوانیده له انګریزانو د فرانسې لویه برخه بېرته ونیسي، د فرانسې خزانې ډکې کړي او په کور د ننه بغاوتونه نسکور کړي.
 
کله چې جګړه پای ته ورسېده نو د فیوډال پوځونو ځای مسلکي پوځ ونیوه. سلطنتي واک او پوځونو یې تر ډېره دیموکراتیک ډوله شکل خپل کړ. تر دې مخکې به هر څه د پاچا د ګټو لپاره کېدل خو له جګړې وروسته د فرانسې او انګرېزانو ترمنځ ګټو د نشنلزم شکل واخیسته. د جګړې په تاکتیکونو کې بدلون رامنځته شو او هر لوري کوښښ وکړ چې توپونه ولري. د جګړې اصول بدل شول.
Hundred years war collage
Collage of paintings representing battles of the Hundred Years’ War. Clockwise, from top left: La Rochelle, Agincourt, Patay, Orleans. Author of image : Blaue Max

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons