Hutia – هوتیا

د کپرو مي ایډای کورنۍ (family Capromyidae) غړي دي. د شخوند وهونکو ۲۶ ډولونه دي، ځینې ډولونه یې اوسمهال ژوندي او د ځینو نسل له منځه تللی. کوم چې اوسمهال ژوندي نسلونه لري بدن یې څورب او  لنډ غړي لري. واړه یې لکه لنډی هوتیا (dwarf hutia) ډول له ۲۰ تر ۳۰ سانتي متره پورې اوږده دي او غټ یې لکه د (Desmarest’s Cuban hutia) ډول له ۳۲ تر ۶۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. وزن یې تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ځینې ډولونه یې ډېره لنډه لکۍ لري خو ځینې اوږده د نښلېدو وړ لکۍ لري.
 
ډېر په ځمکه ژوند کوونکي دي او تر اوسه یې هېڅ غار وېستونکی ډول نده پېژندل شوی. خپلې ځالې په ونو کې، د ونو د ساقو په دوه خاښیو او ریښو سره کندو کې جوړوي. د ډبرو په چاودونو کې هم ژوند کوي. ځینې د شپې لخوا او ځینې د ورځې لخوا ژوند کوونکي دي. کوم چې په کیوبا کې دي د شپې لخوا فعالیت کوي او ټول په ونه کې ژوند کوونکي دي، ډېر کم وخت د ونې له څوکې لاندې را کوزیږي. د ونو د څانګو په ذریعه له یوې بلې ونې ته ځي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ کپرومي ایدای

په کپرومي ایدای کورنۍ کې لاندې نسلونه او فرعي کورنۍ شاملې دي

Family Capromyidae

Subfamily Capromyinae

Tribe Capromyini

Capromys

Desmarest’s hutia, Capromys pilorides
Geocapromys

Bahamian hutiaGeocapromys ingrahami
Jamaican hutiaGeocapromys brownii
Little Swan Island hutia, Geocapromys thoracatus
Mesocapromys

Mysateles

Subfamily Plagiodontinae

Tribe Plagiodontini

Plagiodontia

Capromys pilorides
Photo by Jensflorian

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons