Impala – چابک انتېلوپ

د ډول علمي نوم یې اېپي سېرو مېلامپوس (Aepyceros melampus) ده، تېزه منډه وهونکي دي، په جنوبي او شرقي افریقا کې ډېر زېات دي. لوړ ټوپ اچونکي دي. د توکم نوم یې اېپي سېرتیني (Aepycerotini) ده او له بوویدای کورنۍ (Bovidae) سره تړاو لري.
 
قد یې تر ۷۰–۹۲ سانتي متره (۲۸–۳۶ انچه) پورې او وزن یې تر ۴۰–۷۶ کیلو ګرامه (۸۸–۱۶۷ پونډه) ته رسیږي. نر یې له ښځې ۲۰ % په وزن کې دروند وي او ۴۵–۹۱ سانتي متره پورې ښکرونه لري. په باراني موسم کې تازه شنه کېدونکي شنه خوري خو په وچ موسم کې د ونو پاڼې خوري. د جنسي نزدیکت موده کې یې نر ډېر زېات شور کوونکی یا نارې وهونکی وي، منډې وهي او خپله سپینه لکۍ یې لوړه نیولې وي. کله چې واړه بچیان وزېږیږي د څو ورزو لپاره په پاڼو یا ځنګلونو کې پټیږي او کله چې د منډې وهلو شي له نورو سره یو ځای بهر ته ځي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons