Indian giant squirrel – هندی غټ نولی
بل نوم یې (Malayan giant squirrel) ده. د ډول علمي نوم (Ratufa indica) یې ده. په سکیوریډای کورنۍ (family Sciuridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په راتوفا نسل (genus Ratufa) او راتوفینای فرعي کورنۍ (subfamily Ratufinae) کې شامل ده. بل نوم یې (Malabar giant squirrel) ده.
د ورځې لخوا فعالیت کوونکی، ګیا خوړونکی، په ونو کې ژوند کوونکی ده. په سوېلې اسیا کې پیدا کیږي او اصلي ځای یې هند ده. ځینې یې دوه رنګونه ځینې یې درې رنګونه لري. رنګ یې زېړ رنګه نسواري کریمي، زېړ نخودي، سور قهویي وي. د تنې لاندې برخه او پښې یې ډېر وخت په کریمي رنګ کې وي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۳۶ سانتي متره او د لکۍ اوږدوالی تر ۶۱ سانتي متره پورې رسیږي. تر دوه کیلو ګرامه پورې وزن کوي.
ډېر کم وخت له ونې ځمکې ته کوزیږي، خپلې ځالې په لوړو ګڼو څانګو لرونکو ونو کې جوړوي، له یوې ونې بلې ونې ته په ټوپ وهلو ځي او تر ۶ متره پورې ټوپ وهلای شي. کله چې خطر احساس کړي د تېښتې پر ځای د ونې په څانګو پراخ انداز کې ناسته کوي. طبیعي ښکاریان یې برید کوونکي مرغان او پیشو پړانګ ده. په سباون او ماښام کې تر هر وخت زیات فعال وي. په غرمه کې ارام کوي. یوازې ژوند کوونکي دي او د مثل تولید په موده کې سره جوړه کیږي. د بوټو د تخمونو په خپرولو کې اړین رول لوبوي کوم چې له ایکو سیستم سره مرسته کوونکی چلند ده. خواړه یې میوه، ګلان او مغزي دي خو ځینې فرعي ډولونه یې د مرغانو هګۍ او حشرې هم خوري.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
فرعي ډله | سکیورومورفا |
کورنۍ | سکیوریډای |
فرعي کورنۍ | راتوفینای |
نسل | راتوفا |
Comments
So empty here ... leave a comment!