Invasion of Poland – په پولنډ یرغل

د سپټمبر کمپاین او یا د ۱۹۳۹ دفاع جګړې نوم هم ورته اخلي په پولنډ باندې د هټلر برید او د دوېمې نړیوالې جګړې پیل وو. په پولنډ باندې د جرمني برید د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په ۱ نېټه پیل شو. د جګړې له پیل څخه یوه اوونۍ وروسته د جرمني او د شوروي اتحاد ترمنځ (Molotov–Ribbentrop Pact) تړون لاسلیک شو د تړون تصدیق د شوروي اتحاد یوه اوونۍ وځنډوه خو یوه اوونۍ وروسته یې تصدیق کړ. د سپټمبر په ۱۷ د شوروي اتحاد په پولنډ برید وکړ او د اکتوبر په ۶ نېټه کمپاین پای ته ورسېده او د (Molotov–Ribbentrop Pact) تړون له مخې جرمني او د شوروي اتحاد پولنډ خپله کې سره په دوه برخو ووېشه.
 
د جرمني پوځ له سوېل، شمال او لویدیځ څخه پولنډ ته داخل شو. په دې وخت کې د پولنډ پوځیان له اولې کرښې وروستیو پوستو ته ولاړل تر څو خپله خپل ځان محفوظ او دفاعي حالت ټینګ کړي. په (Battle of the Bzura) جګړه کې پولنډیانو ماتې وخوړه او جرمني د پام وړ پر مختګ وکړ له ماتې سره سم د پولنډ ځواکونه له ختیځ څخه سوېل ختیځ لور ته په شا شول. له شاتګ سره سم یې د (Romanian Bridgehead) سیمې د دفاع لپاره کلک چمتوالی پیل کړ او په دې تمه وو چې له انګلستان او فرانسې به مرستې تر لاسه کړي. دواړو فرانسې او انګلستان له پولنډ سره تړون لره لکه څرنګه چې جرمني د شوروي اتحاد سره تړون لاسلیک کړی وو او دواړو له جرمني سره د سپټمبر په ۳ نېټه جګړه اعلان کړه خو له پولنډ سره مرسته یې ډېره کمه وه. په پایله کې د (Saar Offensive) جګړې پر وخت فرانسې د جرمني کمه برخه ونیوله.
 
د سپټمبر په ۱۷ نېټه د شوروي اتحاد سور پوځ د پولنډ په ختیځ برید وکړ. پولنډیان د جرمني او د شوروي اتحاد له (Molotov–Ribbentrop Pact) تړون څخه ناخبره وو خو چې کله په ختیځ باندې د شوروي پوځ برید وکړ سمدلاسه پولنډیانو خپل پوځ له ختیځ څخه ووېسته او د رومانیا هغې سیمې کې یې ځای پر ځای کړ چې د شوروي اتحاد پکې نفوذ نلره. د اکتوبر په ۶ نېټه پولنډیانو د (Battle of Kock) په جګړه کې ماتې وخوړه او له دې سره د جرمني او شوروي اتحاد پوځونو پر پولنډ بشپر کنټرول ترلاسه کړ. له بریالي یرغل وروسته د (Second Polish Republic) پولنډ ته د پای ټکی کېښودل شو.
Battle of Poland
For image description page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons